د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چهارشنبه اپریل لومړۍ نېټه ویلي چې د شمالي اتلانتیک سازمان په تړون یا ناټو کې د خپل هیواد په غړیتوب باندې له سره غور کوي.
د ټرمپ حکومت د ناټو په غړیو هیوادونو انتقاد کوي چې د ایران پر ضد د متحده ایالتونو په نظامي عملیاتو کې یې په کافي اندازه ونډه نده اخیستې.
جمهور رئیس ټرمپ د بریتانیې ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې په ناټو کې د امریکا د غړیتوب موضوع د “ بیا غور کیدو څخه ورهاخوا” ده او زیاته کړې یې ده چې دی هیڅکله د ناټو څخه “راضي” نه و.
د ټرمپ ځیني شکایتونه دا دي چې اروپایي متحدین امریکایي الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې د دوي له اډو څخه کار واخلي او بله دا چې د هرمز تنګي پرانیستو لپاره یې د جنګي کښتو له لیږلو انکار کړی دی.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ د فاکس نیوز سره په مرکې کې ویلي و چې متحده ایالتونو باید واروزي چې آیا د ناټو تړون د متحده ایالاتو ګټې خوندي کوي کنه.
هغه همدارنګه وویل چې ناټو د داسې سړک په شان دی چې یوازې یو طرفه لاره لري او دا چې متحده ایالتونه د اروپا سره همکاري کوي خو همدا اروپایي هیوادونه بیا امریکایي ځواکونو ته له اډو د کار اخیستلو نه انکار کوي.
دا مطلب هم ولولئ
ولسمشر ټرمپ له اروپايي ملګرو غواړي د هرمز تنګي په څارلو کې له واشنګټن سره مرسته وکړيپه ورته وخت کې د بریتانیې صدراعظم کایر سټارمر د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې باید خپل هیواد د ولس د ګټو لپاره عمل وکړي او وایي دا یې روښانه کړې چې په ایران کې شخړه “ زمونږ جګړه نده”.
جمهور رئیس ټرمپ د پخوا راهیسې د ناټو منتقد دی او تل یې ددې تړون له غړیو هیوادونو غوښتي چې په دفاعي چارو دې لګښت ډیر او په متحده ایالاتو دې خپله اتکا کمه کړي.