ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹ مه په سپینې ماڼۍ کې د جاپان د صدراعظمې سانايي تکایچي سره وګوري.
د جاپان مشره پداسې حال کې د ولسمشر ټرمپ سره ګوري چې تر دې وړاندې هغې په منځني ختیځ کې د شخړو د کموالي غوښتنه کړې وه.
متحدو ایالتونو ته تر راتګ وړاندې، میرمن تکایچي خبریالانو ته وویل چې هیله لري د امریکایي چارواکو سره په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات بیرته راوستولو لپاره هر اړخیز بحث وکړي.
سره لدې چې د امریکا ولسمشر په روانې اوونۍ کې د هرموز په تنګي کې د امنیت ساتلو لپاره د خپلو متحدینو څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو جاپان تر دې دمه د کښتیو د تګ راتګ دې مهمې سیمې ته د جنګي کښتیو د استولو پریکړه نده کړې.
ښاغلي ټرمپ د مرستې دا غوښتنه په ټروت سوشیل ټولنیزې شبکې کې کړې ده خو د سه شنبې په ورځ یې وویل چې متحده ایالتونه د جاپان، اسټرالیا او جنوبي کوریا په شان د ناټو یا نورو هیوادونو مرستې ته اړتیا نلري.
ټرمپ لیکلي “ حقیقت دا دی چې مونږ داسې نظامي بری درلود چې د ناټو یا نورو هیوادونو مرستې ته اړتیا نلري او نه یې غواړوي”
میرمن تکایچي لومړنۍ میرمن ده چې په چاپان کې صدراعظمه ټاکل کیږي او تیر کال د اکټوبر په میاشت کې یې په ټوکیو کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلي و.
سپینې ماڼۍ ددې ملاقات څخه وروسته په یوې اعلامیې کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي پانګونې، امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په برخې کې د همکارۍ یادونه کړې وه.
فورم \ دبحث خونه