د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (جون ۱۲) ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د دریدو او د دواړو لورو ترمنځ د یوې هوکړې په اړه د ناسمو معلوماتو په افشا کولو تورن کړ.
ولسمشر ټرمپ په خپل تروت سوشل د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي:" دي هغه موارد چې ایران له جعلي رسنیو سره شریک کړي د هغو شرایطو سره چې په کتبي شکل پرې هوکړه شوې هیڅ ارتباط نلري."
ټرمپ د ایران له رژیم سره تعامل د "ډیرو سپکو " خلکو سره سر او کار بللی او ویلي دي چې له هغوی سره په چلند کې په ښه نیت سره د تعامل په نامه څه نشته."
بلخوا د ولسمشر ټرمپ مرستیال جې ډي ونس هم د جمعې په ورځ (جون ۱۲) په تروت سوشل ولیکل چې د هرمز تنګي د پرانیستل کیدو او د ایران د اټومي وسلو د پروګرام د پای ته رسیدو د یوې احتمالي هوکړې په اړه ډیر جعلي معلومات ویني.
ونس ویلي هوکړې داسې طرحه شوې چې پکې د امریکا او د امریکا د متحدینو اندیښنو ته لومړیتوب ورکړل شوي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره له رسنیو غوښتي دي چې ددې سند د محتوا په اړه د ګنګوسو له خپریدو څخه ډډه وکړي.
ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې ویلي وو چې متحده ایالات د جګړې د پای ته رسیدو په هدف له ایران سره یوه لوی تفاهم ته رسیدلی.
ټرمپ ویلي وو دا سند ممکن په اروپا کې لاسلیک شي او د هغه مرستیال جي ډي ونیس به پکې د امریکا استازیتوب وکړي.
ولسمشر ټرمپ وویل: "موږ له ایران سره د جګړې په اړه یو لوی تفاهم وکړ. او ټاکل شوېده چې موږ اسناد وروستي کړو، کوم چې باید په راتلونکو څو ورځو کې تکمیل شي. موږ ښایي په اروپا کې یې لاسلیک کړو.
که څه هم له ایران سره د احتمالي هوکړې جزیات ندي خپاره شوي خو ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران به هیڅکله اټومي وسلې ونلري.