ولسمشر ټرمپ د ناټو سرمشریزې کې د ګډون لپاره ترکیې ته ځي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه (جولاۍ شپږمه) د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په سرمشریزې کې د ګډون لپاره له واشنګټن ډي سي څخه د ترکیې د انقرې په لورې وخوځېږي.

ولسمشر ټرمپ به د ترکیې، اوکراین او ناټو له ځینو مشرانو سره ملاقاتونه کوي او په ناټو کې به د متحدو ایالتونو د دریځ په اړه څرګندونې کوي.

د سپینې ماڼۍ مقامات وايي چې ولسمشر ټرمپ به نن د واشنټګن ډي سي په وخت ماښام حرکت کوي او سبا سه شنبه به ترکیې ته رسېږي. له ولسمشر ټرمپ سره یو شمېر لوړ پوړي امریکایي مقامات هم مله دي.

امریکايي رسنۍ وایي چې ولسمشر ټرمپ به لومړی د ناټو د سرمشریزې د کوربه هېواد ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ګوري او د دواړو هېوادونو په اړیکو او په ناټو کې د امریکا د دریځ په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې په ناټو کې به د متحدو ایالتونو ونډه کموي. امریکایي مقاماتو د ناټو په غړو باندې انتقادونه کړي، چې له ایران سره د امریکا په جګړې کې له واشنګټن سره ونه درېدل.

ولسمشر ټرمپ همدغه راز د ناټو له غړو هېوادونو څخه په کلکه غوښتي چې باید خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي. په ناټو کې د متحدو ایالتونو استازي مټ ویتاکر خبریالانو ته ویلي، چې ولسمشر ټرمپ هیله لري د ناټو غړي هېوادونه د لګښتونو په اړه ټاکل شوي هدف ته ژر ورسېږي او دا سرمشریزه یې ښه ځای دی.

د ترکیې مقاماتو هیله ښودلې ده چې ممکن له اردغان سره د ولسمشر ټرمپ ښه روابط به د ناټو له نورو غړو سره د واشنګټن د اړیکو په بیارغوونې کې مرسته وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي مقام له خولې ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم ګوري چې څنګه په اوکراین کې جګړه ختمه شي.

دغه مقام ویلي دي چې په دې وروستیو میاشتو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه شدیده وه او هېڅ یو لوري هم د پام وړ کوم پرمختګ نه دی کړی، ولمسشر ټرمپ فکر کوي چې باید دا جګړه نوره ختمه شي.

د دغو مشرانو سره د غونډو ترڅنګ، ولسمشر ټرمپ به په ځینو نورو غونډو کې هم برخه اخلي او ټاکل شوې چې یو خبري کنفرانس به هم ورکوي.

دا سرمشریزه به دوې ورځې وې، د سه شنبې په ورځ پيل کېږي او د چهارشنبې په ورځ ختمېږي.

په دې غونډې کې به د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو استازي او د دغه سازمان نور مقامات برخه لري.

د ترکیې په پلازمېنې انقرې کې کلک امنیتي تدابېر نیول شوي او په لارو او کوڅو کې ډېر پولیس ځای په ځای شوي دي.

د انقرې په ښار کې د دغې سرمشریزې په اړه اعلانونه او لوحې هم ځړول شوې. د ترکیې مقاماتو په ښار کې په مظاهرو بندیز لګولی او د ښار له لویې برخې څخه یې امنیتي کمربند تاو کړی.

راپورونه وايي چې د غونډې ځای ته په ورغلیو لارو کې امنیتي پوستې جوړې شوې او د خلکو او میلمنو تګ راتګ جدي څارل کېږي.

دا سرمشریزه د ولسمشرۍ په کمپلکس کې کېږي. دا دویم ځل دی چې ترکیه د ناټو د سرمشریزې کوربتوب کوي. تېرځل یې په ۲۰۰۴ کال کې په استانبول کې د ناټو د سرمشریزې کوربتوب کړی و.

د ناټو مشران به په دې غونډې کې د دغه سازمان د ځینو نورو مهمو مسائیلو په اړه پرېکړې کوي.