د ناټو مشران به د روانې (جولای په اوومه) نېټه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د دې ایتلاف د کلنۍ غونډې لپاره په داسې حال کې سره راټولیږي چې واشنګټن خبرداری ورکړی ځینو اروپايي هېوادونو لا هم په خپلو ژمنو پوره عمل نه دی کړی.
په دې غونډه کې به د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي په اړه د ناټو د غړو هیوادونو پرمختګونه و ارزول شي.
د غونډي هدف روښانه دی او هغه د ناټو د غړو هیوادونو د خاورې د هرې برخې دفاع ده.
ددې هدف د پوره کیدو لپاره، ناټو د روان میلادي کال په لومړیو کې د شمال قطب د ساتلو لپاره امنیتي نوښت رامنځ ته کړ، هغه پروګرام چې موخه یې د چین او روسیې د فعالیتونو د زیاتویدو په غبرګون کې د شمالي سیمو د دفاع پیاوړي کول دي.
د ناټو سرمنشي مارک روټه وایي ښایي دا ائتلاف په جګړه کې ونه وسي، خو په سوله کې هم ندی.
هغه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د جون په میاشت کې ترسره شوه، ددې اقدام په اړتیا او ګړندیتوب ټینګار وکړ.
مارک روټه وویل:"موږ ډیرو ځواکونو، ډیرو منابعو، او یوه پیاوړي صنعتي بنیاد ته اړتیا لرو. له همدې امله دفاع وزیرانو، د اطلس سمندر په دواړو خواوو کې د دفاعي همکاریو د زیاتوالي په ګړندیتوب هوکړه وکړه. "
خو دا اقدام لګښت لري. تیر کال په هالنډ کې د ناټو د مشرانو په سرمشریزه کې د ناټو غړو هیوادونو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې خپل دفاعي لګښتونه د کورني ناخالص تولید له دوه سلنې څخه پنځه سلنې ته لوړ کړي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت ویلي د سږ کال غونډه یو فرصت دی څو ډاډ رامنځ ته شي چې ټول هیوادونه په بشپړ ډول خپله ونډه ترسره کوي.
هګسیت وویل:"ډیری هیوادونه په خپلو ژمنو عمل کوي، خو یو شمیر نور باید ډیر اقدامات ترسره کړي. موږ به هم په خصوصي او هم په عمومي محافلو کې دا موضوع په صادقانه شکل مطرح کړو. فکر کوم دا مهمه ده چې دوستان له دوستانو سره صادق پاتې شي. "
هګسیت همدارنګه په اروپا کې د متحدو ایالتونو د پوځیانو د ځای پرځای کیدو په اړه د یوې شپږ میاشتنۍ ارزونې د پیل خبر ورکړ څو ډاډ ترلاسه شي چې د ناټو متحدین، د اروپا د وچې د امنیت د ټینګښت د رهبري مسوولیت په غاړه اخلي.
سون بیسکوپ وویل:"دا ډیره روښانه کیږي چې هغوی په خپلو څرګندونو کې جدي دي، او دا چې موږ اروپایان باید د خپلې دفاع مسولیت په غاړه واخلو. هغوی د خپلو پوځیانو د حضور د کموالي په حال کې دي او د متحدو ایالتونو د ملي دفاع په تګلاره کې هم ویل شوي چې د یو شمیر نورو ستراتیژیکو همکارانو لپاره به یې هم ونډه کمه وي. "
د راروانې غونډې د اجندا اصلي موضوعات به د ایران سره سوله او د اوکراین څخه د ملاتړ دوام وي.
د متحدو ایالتونو لپاره دا ډاډ یو اساسي بحث دی چې د ناټو متحدین د اروپا د دفاع لپاره خپل مسولیتونه په بشپړ ډول په غاړه اخلي.
هګسیت وایي له ناټو سره به د متحدو ایالتونو د مرستو کچه په دې پورې تړلې وي چې نور غړي هیوادونه هم د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي په اړه ټاکل شوي اهداف پوره کړي.
فورم \ دبحث خونه