په داسې حال کې چې د چین ولسمشر شي جن پینګ امریکا ته خپل درې ورځنۍ سفر پای ته ورساوه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، متحدو ایالتونو چین ته خپل ځواک او ملګرتیا ښکاره کړه.
د واشنګټن لیدنه د جمعې په ورځ په داسې حال کې پای ته ورسېده چې ټرمپ د سږ کال په وروستیو کې له شي سره د دوو نورو غونډو اعلان وکړ، او مرستیالانو یې له چینایي لوري سره د سوداګریزو او ټکنالوژیکي کړکېچونو په حل کې پرمختګ ته اشاره وکړه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشر شي او د هغه د میرمنې پینګ لیان تر تللو وروسته د تروت سوشل پر یوه پیغام ولیکل:"دا غونډه د چین او امریکا دواړو لپاره د دوستۍ، ځواک او بریا یوه غونډه وه. موږ به بیا د نومبر په میاشت کې په چین کې، او بیا د ډسمبر په میاشت کې د فلوریډا په میامي کې د G20 په غونډه کې سره وګورو."
سپینې ماڼۍ د جمعې ناوخته په یوې اعلامیه کې وویل چې د شي دولتي سفر "د متحده ایالاتو ځواک، د امریکا پرمختللي اقتصادي ګټو ښودل او یوه خبره بې له شکه ثابته شوه چې: سوله او سوکالي هغه وخت تر ټولو پیاوړې وي کله چې امریکا د ځواک له دریځ څخه مشري کوي."
دا د ۲۰۱۵ کال راوروسته، امریکا ته د چین د ولسمشر لومړنۍ رسمي سفر وو چې د روان کال د مې په میاشت کې له هغې غونډې وروسته وشو چې په ترڅ کې یې شي په بیجینګ کې د ټرمپ کوربه و.
ولسمشر ټرمپ د دې اونۍ د لیدنې په پیل کې د امریکا په یوه هوايي اډې کې د شې جن پینګ او د هغه د مېرمنې هرکلی وکړ چې دا د بهرنیو مشرانو لپاره د امریکا د یوه ولسمشر له خوا یو کم ساری اقدام و.
هغه د سپینې ماڼۍ په دروازه کې د هغوی لپاره د هرکلي په مراسمو کې چې د امریکا پوځي ځواک یې نندارې ته وړاندې کړ، میلمه پالنه وکړه او په سپینه ماڼۍ کې هغوی ته ماښامنۍ برابره کړه.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ، کله چې شي ته یې د ملي آرشیف موزیم ښکاره کاوه، خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې هغه او شي "یوه ګټوره غونډه" درلوده او وړاندوینه یې وکړه چې پایله به یې د امریکایي بزګرانو او "هرچا" لپاره "غوره" وي. د موزیم کتنه د دولتي سفر وروستۍ تمځای و.
د ټرمپ دوو همکارانو چې د جمعې په ورځ د امریکا له ټلویزیوني شبکو سره ددې سفر او لیدنو په اړه خبرې وکړې، وویل چې امریکا له چین سره د خپلې اوږدمهاله سوداګریزې کسر په کمولو او د مصنوعي ځيرکتيا (AI) ټکنالوژۍ د پراختیا په اړه چې په دې برخه کې په نړۍ کې مخکښه ده د خپلې سیالۍ په مدیریت کې پرمختګ کړی.
ولسمشر ټرمپ پدې اونۍ کې وویل چې هغه به د مصنوعي ځيرکتيا (AI) اصطلاح د سوپر ځيرکتيا (SI) سره بدله کړي، چې د هغه په اند د دې ټکنالوژۍ لپاره يو ډېر مناسب نوم دی.
د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر سي ان بي سي ته وویل چې د ټرمپ حکومت به د دوشنبې په ورځ ددې په اړه چې په تیرو څو اونیو کې له چین سره په خبرو کې څه ترلاسه شوي ډېر نور جزئیات خپاره کړي.
دغو جزئیاتو ته په اشارې سره، هغه وویل چې په سرمشریزه کې داسې یوه هوکړه شوې چې له مخې به یې امریکا او چین "غیر حساسه" سوداګري د راتلونکو شخړو له امله د تعرفو له هر ډول اقداماتو څخه خوندي وساتي.
هغه وویل په داسې غیر حساسه سوداګرۍ کې به چین ته د امریکا د کرنیزو محصولاتو او طبي وسایلو صادرات او امریکا ته د چین د مصرفي توکو صادرات شامل وي.
د مونټانا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور سټیو ډینز د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې د چین بازار ته د امریکایي بزګرانو او مالدارانو لاسرسی "ډېر مهم" دی.
ګریر وویل چې د امریکا او چین ترمنځ د تعرفو د ارامۍ دوه میاشتنۍ تمدید چې د مالېې وزیر سکاټ بسینټ د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې اعلان کړی و د "تطبیق مودې" په توګه به وي، چې په ترڅ کې به یې امریکا د چین هغه پخوانۍ ژمنې له نږدې وڅاري چې د امریکا ډېر سویابین به اخلي او د هغو نادره ځمکنیو منرالونو صادراتو په وړاندې به خنډ لري کوي چې د امریکا د تولیداتو لپاره حیاتي دي.
بسېنټ ویلي وو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر هغه هوکړه چې د امریکا او چین لخوا پر یو بل لګول شوي تعرفې محدودې کړي، د نومبر له ۱۰مې څخه به د ۲۰۲۷ کال د جنوري تر ۱۰مې پورې وغځول شي.
سربېره پر دې، ګریر وویل له چین سره په سوداګرۍ کې پرمختګ امریکا په داسې مسیر کې راولي چې سږ کال خپل سوداګریز کسر په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۰۲ ملیارده ډالرو څخه ۱۴۰ ملیارده ډالرو ته راکم کړي.
چین کې د امریکا سفیر ډیویډ پردو، فاکس نیوز ته وویل چې دواړو خواوو په مصنوعي ځیرکتیا (AI/SI) کې د خپلې سیالۍ په مدیریت کې هم پرمختګ کړی. هغه وویل چې امریکا او چین موافقه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI/SI) د پراختیا له امله رامنځته شویو خطرونو په اړه د خبرو اترو لپاره "د بحران یو میکانیزم" جوړ کړي.
ډیوېډ پردیو سي ان بي سي ته وویل، "په دې مسله کې له چین سره، چې دویم لوی اقتصاد او ښایي نړۍ کې دوهم لوی پوځ لري، نه تعامل به غیر مسؤلانه وي." "نو، زه هڅول شوی یم چې موږ لږ تر لږه د همکارۍ په برخه کې یو څه پرمختګ وکړو او وګورو چې څنګه کولی شو په دې اړه په ګډه کار وکړو."
ګریر سي بي اس ته وویل چې امریکا او چین به د راتلونکې اوونۍ په شاوخوا کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه به یوه بله غونډه ترسره شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل د ټرمپ-شي په سرمشریزه کې د امریکا له خوا د پرمختللو کمپیوټري چپونو او ټکنالوژیو د صادراتو په محدودیتونو بحث ونشو کوم چې په مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د امریکا پرمختګ ښکاره کوي. هغه وویل چې دا ډول چپونه د امریکا د ټکنالوژۍ "تر ټولو قیمتي ګاڼې" ګڼل کیږي او پر هغوی د امریکا کنټرول د ملی امنیت مسله ده او واشنګټن هغوی له بحث څخه لري کړي دي."
همداراز د ماساچوسټس ډیموکراتې سناتورې الیزابیت وارن د چهارشنبې په ورځ په ایکس حساب ولیکل چې "چین باید زموږ پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی ونه لري."