ژینو کې د مسکو او کیف خبرې؛ ولسمشر ټرمپ له اوکراین څخه وغوښتل چې چټګ اقدام وکړي

د متحدو ایالتونو په منځګړتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو یو بل پړاو د سه شنبه په ورځ د (فبروري۱۷) په ژینو کې پیل شو، تر دې مخکې دواړو لوریو په ابوظبي کې خبرې کړې وې او ویلي یې وو چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو د سولې تړون ته نه وو رسېدلي.

ټرمپ چې تېره ورځ د ولسمشر په ځانګړي الوتکې (ایر فورس ون) کې خبرې کولې وویل چې اوکراین یې هڅولی له روسیې سره تړون ته د رسېدو لپاره عاجل اقدام وکړي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل: «موږ مهمې خبرې لرو. دا به اسانې وي. وګورئ، هدف مې دا دی چې تر دې دمه اوکراین باید ژر د خبرو میز ته راشي. یوازې همدا درته ویلای شم.»

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع د شورا مشر رستم عمروف د دغه هېواد د پلاوي مشر دی، هغه وویل چې د خبرو په اجنډا کې امنیتي او بشري مسایل شامل دي. عمروف په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «د خبرو په بهیر کې د ګډون او دومداره کار له کبله د امریکايي لوري څخه مننه.»

د کرملین ویاند دمتري پسکوف وویل چې تمه نه کېږي د سه شنبې په ورځ دې کوم اعلان وشي او خبرې به په چهارشنبه هم روانې وې او زیاته یې کړه چې بحثونه به په قلمرو او هغو مسائیلو وي، چې مسکو وړاندیز کړي.

د متحدو ایالتونو، روسیې او اوکراین ترمنځ د بندو دروازو ترشاه درې اړخیزې خبرې داسې مهال پیل شوې، چې د اوکراین مقامات وايي روسیې په نیمه شپه کې په اوکراین بریدونه کړي، چې په کې ۳۹۶ بې پیلوټه الوتکې او ۲۹ میزایل کارول شوي، د اوکراین د انرژۍ تاسیسات یې زیانمن کړي او میلیونونه خلک یې په سخت ژمي کې له برېښنا او بخاریو څخه بې برخې کړي دي.

روسیه وايي چې د اوکراین ۱۵۱ بې پیلوټه الوتکو په شپې کې د پرم په سیمې کې یې بریدونه کړي او د کراسنودار په سیمې کې د تیلو په یوې تصفیه خانې کې اور لګېدلی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بلومبرګ له تلویزون سره په مرکې کې وویل تمه نه کېږي دا جګړه دې، د هغه څه په اساس، چې ډېر یې د دواړو لوریو لپاره «دودیزه ماتې» بولي، بنده شي او ټېنګار یې وکړ چې سخته ده روسیه دې خپلو لومړیو او لویو هدفونو ته ورسېږي.

هغه وویل چې د مسکو تقاضا اوس د اوکراین د ۲۰ فیصده خاورې په ټېنګولو پورې محدوده شوې او دا به د اوکراین له لوري د «سختو» امتیازاتو له غوښتلو سره مله وي.

روبیو وویل د داسې یوې فارمولې موندل، چې اوکراین ته د منلو او روسیې ته د زغم وړ وي، سخت دي، هغه په احتیاط سره وویل چې «شاید نتیجه ورنه کړي» خو متحده ایالتونه به د یو هدف د ترلاسه کولو لپاره فشار روان وساتي.