د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: پوتین په کیف باندې د یوې اونۍ لپاره د بریدونو د وقفې سره موافقه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه په شخصي توګه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې په سیمه کې د سختې سړې هوا په مهال د یوې اونۍ لپاره په کیف او نورو اوکرایني ښارونو بریدونه ودروي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې د کابینې میاشتنۍ غونډې ته په وینا کې، په سیمه کې د ژمي سخت شرایط داسې بیان کړل.

ولسمشر ټرمپ وویل: "دا یوازې هسې سړې هوا نه ده ... دا غیر معمولي سړه ده،" او یادونه یې وکړه چې پوتین د دې غوښتنې سره موافقه وکړه.

ولسمشر وویل:"زه باید تاسو ته ووایم، دا ډېر ښه وو." "ډیرو خلکو وویل، 'خپل وخت مه ضایع کوه. دا به ترلاسه نه کړئ.' او هغه [پوتین] دا کار وکړ، او موږ ډېر خوشاله یو چې دوی دا کار وکړ، ځکه چې د هر څه سربیره، هغه څه چې دوی ورته اړتیا نلري هغه د دوی پر ښارونو او ښارګوټو باندې د توغنديو ویشتل دي."

د دې وقفې موخه د ملکي وګړو د حفاظت وه، ځکه چې تمه کېده چې د حرارت درجه منفي ۳۰ سانتي ګراد ته راښکته شي، ځکه چې د روسیې پخوانیو بریدونو د اوکراین د انرژۍ د زیربناوو ډیره برخه ویجاړه کړې ده.

د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف د پنجشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته وویل چې د څلور کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره په متحده عربي اماراتو کې د سولې د یوې پراخې معاملې په اړه خبرې اترې د وروستیو درې اړخیزو غونډو پرمهال"د پام وړ پرمختګ" شوی دی.

ویټکاف وویل: "د اراضۍ په معامله کې، موږ د امنیتي پروتوکول تړون لرو چې تر ډیره حده بشپړ شوی، د هوساینې تړون هم تر ډیره حده بشپړ شوی دی. زه فکر کوم چې د اوکراین خلک اوس هیله مند دي او تمه لري چې موږ به ډیر ژر د سولې تړون ته ورسیږو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۸مه د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د استماعیه غونډې پر مهال وویل: "دا لا هم یو پول دی چې موږ باید ترې تېر شو. لاهم یوه تشه شته، خو لږ تر لږه موږ توانیدلي یو چې دا یوې عمده مسلې ته محدود کړو، او دا به ښایي یوه ډېره ستونزمنه مسله وي."

روسیه دا مهال د اوکراین په ختیځ کې په دونیتسک باندې شاوخوا له ۸۰ تر۹۰ سلنه کنټرول لري، چې د ډونباس په نوم هم پیژندل کیږي، خو کریملین غوښتنه کړې چې کیف دې ۵۰۰۰ مربع کیلومتره نوره سیمه چې مسکو یې کنټرول نه لري، روسیې ته وسپاري.

روبیو قانون جوړونکو ته وویل: "یوازینۍ مسله چې پاتې ده ... د دونیتسک په اراضي ادعا ده. فعالې هڅې روانې دي ترڅو وګورو چې ایا د دې مسلې په اړه د دواړو خواوو نظرونه مطابقت لري که نه."

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې تېره اونۍ په ابوظبي کې د امریکا په منځګړیتوب د خبرو اترو یو پړاو، چې پکې د روسیې او اوکرایني چارواکو ترمنځ نادرې مخامخ غونډې شاملې وې، پرته له کومې موافقې پای ته ورسېدې.

د ټرمپ ادارې د دې خبرو اترو وړاندیز کړی و چې د ۲۰ تکي پر چوکاټ باندې متمرکزې وې. روبیو وویل چې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جیریډ کوشنر، چې دواړه د ابوظبي په خبرو اترو کې ښکیل وو، د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې به برخه وانخلي، پداسې حال کې چې زیاته یې کړه چې د امریکا ډیپلوماسي فعاله پاتې ده.

دغه جګپوړي امریکایي ډیپلومات یادونه وکړه چې واشنګټن په لویه کچه د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو په اړه موافقه کړې ده. د بهرنیو چارو وزیر وویل: "زه فکر کوم چې دوی زموږ د معادلې له اړخه موافق دي."

متحدو ایالتونو، روسیې او اوکراین د ابوظبي په خبرو اترو کې پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي چې ښایي د دې اونۍ تر پایه به دوام وکړي. که څه هم مسکو او واشنګټن د دې ډول خبرو اترو لپاره نیټه نه ده اعلان کړې، کیف ویلي چې بل پړاو ممکن د فبرورۍ په لومړۍ نیټه ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG