د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران، روسیې، چین او شمالي کوریا ترمنځ د زیاتېدونکي همغږۍ په اړه د ناټو خبرداری

مارک روټه، د ناټو عمومي منشي
مارک روټه، د ناټو عمومي منشي

د ناټو عمومي منشي مارک روټه د ایران، روسیې، چین او شمالي کوریا ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي همغږۍ په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

روټه د دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۶مه د اروپايي پارلمان د بهرنیو چارو او دفاعي کمیټو ته په وینا کې، وویل چې څلور هیوادونه "موږ ننګوي، خو د دوی ملګرتیا لا تراوسه ښه پرمختګ ندی کړی."

هغه وویل، د مقایسې له مخې، ناټو او اروپايي ټولنه د همکارۍ د وړتیا له پلوه "له ایران، چین، شمالي کوریا او روسیې څخه څو مایله مخکې دي".

روټه وویل: "زموږ هېوادونه ډېر ښه پوهیږي چې همکاري څه معنی لري او کومې لاسته راوړنې راوړی شي."
روټه مخکې له دې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ لپاره د ایران، چین او شمالي کوریا د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړی و.

روټه د ایران په اړه، دغو کمیټو ته وویل: "موږ یوازې هغه مهال له ایران سره ښکېل کیږو چې خبره دا وي چې ایران او شمالي کوریا او روسیه او چین یوځای کار کوي."

نوموړي وویل چې که څه هم د ایران دننه د وضعیت په اړه اندیښمن دی، خو څه چې په هغه هیواد کې پیښیږي "د ناټو لپاره د مداخلې ځای نه دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سوله ییزو لاریون کوونکو د وژلو په اړه خبرداری ورکړی او د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۸مه یې یو ځل بیا ګواښ وکړ چې که د ایران سره د اټومي پروګرام په اړه کومه موافقه ونشي، نو پر ایران به برید وکړي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې د چین او روسیې ترمنځ د همکارۍ یوه ځانګړې ساحه د شمالي قطب سیمه ده، او دغه هیوادونه په هغو سمندري لارو کې ډیر فعاله دي چې پرانیستي وي.

هغه مخکې په اوکراین کې د روسیې د جګړې اړوند د ایران، چین او شمالي کوریا د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه وويل: "دا د ګډ امنیت مسله ده ځکه چې دا سمندري لارې په داسې حال کې خلاصېږي چې چینایان او روسان ډیر فعاله کیږي. البته، چین د شمال قطب سره پوله نه لري، خو لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، دوی هلته د روسانو سره یوځای ډیر فعاله دي."

د شمال قطب د ناټو د امنیت د پیاوړتیا د هڅو تمرکز و او د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځکه د ګرینلینډ د ترلاسه کولو وړاندیز کړی ترڅو [په هغه سیمه کې] د روسیې یا چین د نفوذ مخه ونیسي.

ټرمپ او روټه تیره اونۍ د وضعیت په اړه د یوې احتمالي موافقې په شمول چې کولی شي ګرینلینډ ته د متحدو ایالتونو لوی نظامي حضور لامل کیدای شي، د بحث لپاره سره ولیدل.

ټرمپ له خبرو اترو وروسته په خپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشیل کې ولیکل، "که د حل دا لاره عملي شي، نو د امریکا متحدو ایالتونو او د ناټو ټولو هیوادونو لپاره به ډېر ښه وي."

ټرمپ په اتو اروپايي هیوادونو باندې د تعرفو د لګولو له ګواښ څخه هم په شا شو چې د ګرینلینډ د پیرودلو لپاره یې د هغه د وړاندیز سره مخالفت کاوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG