فرانسې کې د ښوونځیو د خراب وضعیت په اړه مظاهرو کې اخ او ډب شوی

د فرانسې په لوېدیځ ښار نانت کې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۸مه) مظاهره کوونکو او د بلوا ضد پولیسو مخامخ شخړه وکړه.

پولیسو مظاهره کوونکي له هغه موقتي خنډ (موانع) څخه په شا کړي چې هغوی د ښار پر یوه سړک جوړ کړی و.

په ټول هیواد کې دا مظاهرې د لیسې د زده‌ کوونکو له خوا پیل شوي دي. زده‌ کوونکي د فرانسې له حکومت څخه غواړي چې د ښوونکو د کمښت او د ښوونځیو د زړو او خرابو ودانیو د ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

د مظاهرو دا لړۍ اوس درېیمې اوونۍ ته داخل شوې او په فرانسه کې یې د عامه خدمتونو د خرابېدونکي وضعیت لپاره د پانګونې د زیاتولو د خلکو د غوښتنو او له مالي پلوه له ستونزو سره مخ حکومت ترمنځ ژور اختلافات څرګند کړی دی. حکومت د ونډو باراز بانډونو د بازارونو له فشار سره مخ دی چې خپل پور او بودجه کمه کړي.

د فرانسې یو اوسېدونکي ایلیاس دیالو چې اوس د پاریس نانتېر پوهنتون کې تاریخ زده کوی دی، رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د پوهنې لپاره د بودجې پر کمښت نیوکه کړې. دغه ۱۸ کلن ځوان وویل: «لیسې تقریباً د نړېدو په حال کې دي. نورې پیسې نه دي پاتې.» هغه زیاته کړه چې له ډېرو کلونو راهیسې مطرح کېدونکې غوښتنې له پامه غورځول شوې دي.

د اقتصاد ښوونکې اوسیان بوریات رویټرز ته ویلي چې د زده‌ کوونکو غوښتنو ته د حکومت ځواب کافي نه و.

نوموړې په فرانسه کې د حکومتونو له خوا د لسیزو راهیسې پر عامه خدمتونو د لګښتونو د کمولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د تشو ژمنو پر ځای باید سمدستي مالي ژمنې وشي.

د فرانسې د پوهنې وزارت شمېرې ښيي چې د ښوونځیو د تړل کېدو شمېر په تدریجي ډول کم شوی دی. ددغه وزارت چارواکو وزارت د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۸مه) ویلي چې سهار ۲۲۴ ښوونځي تړل شوي وو، خو تر غرمې پورې دا شمېر ۱۵۷ ته راټیټ شو؛ په دې معنی چې ۹۶ سلنه ښوونځي پرانیستي وو.

ددغه وزارت چارواکو ویلي چې د تړل شویو ښوونځیو شمېر د چهارشنبې (د اکتوبر ۷مې) د سهار په پرتله ۳۰ سلنه کم شوی دی، او ۹۴ سلنه لیسې یا په بشپړ ډول او یا په جزوي ډول پرانیستې وې.