امریکایي پلاوي په کرملن ماڼۍ کې له پوتین سره وکتل

د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو استازي ستیف ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ سلاکار جیرد کوشنر د شنبې په ورځ (سپټمبر ۵) په کرملن ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل.

دغه ملاقات په داسې حال کې کیږي چې متحده ایالتونه د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوځل بیا خپلې هڅې پیل کړي دي.

د غونډي په پیل کې، د روسیې ولسمشر امریکايي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل:" له تاسې وغواړم چې زما نیکې هیلې او احترامات د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورسوئ."

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ټرمپ دوه ورځې وړاندې د 'جي بي نیوز' شبکې سره په مرکه کې یو ځل بیا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په پای ته رسیدو په ټینګار سره وویل چې هغه یوازې غواړي دا جګړه پای ته ورسیږي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "هغوی په میاشت کې ۲۵۰۰۰ کسان له لاسه ورکوي. روسیه او اوکراین دواړه درانه تلفات ورکوي، او روسیه په برید کې ده. نو ځکه هغوی لږ ډېر تلفات ورکوي. کله چې تاسو په برید کې یاست، په جګړه کې ډېر تلفات ورکوئ."

مسکو ته د امریکایي پلاوي د سفر سره سم، روسیې د دریو ورځو لپاره پر کیف د خپلو بریدونو د دریدو امر کړی، ټاکل شوېده په جګړه کې دا وفقه د شنبې ورځې له ماښام څخه پیل شي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي هم ویلي دي چې هیواد یې تر دوشنبې ورځې پورې پر مسکو د بریدونو دریدو ته چمتو دی.

امریکایي پلاوي په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې په وروستیو اوونیو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي چې په وروستي مورد کې د اوکراین په یوې صنعتي سیمه کې د روسیې په برید کې پنځه کسان ووژل شول.

ټاکل شوېده د سولې په چارو کې د ولسمشر ټرمپ استازی ستیف ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ سلاکار جیرد کوشنر د یکشنبې په ورځ کیف ته هم سفر وکړي.