ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د عراق صدراعظم ته ښه راغلاست ووایه

ولسمشر ټرمپ نن سه شنبه (جولاۍ۱۴) تر غرمې مخکې په سپینې ماڼۍ کې د عراق صدراعظم علي الزیدي ته ښه راغلاست ووایه.

ښاغلي ټرمپ د ښاغلي الزیدي د ښه راغلاست پر مهال له رسنیو سره یې په لنډو خبرو کې وویل چې هغوی له عراق سره مینه لري. ولسمشر ټرمپ د عراق صدراعظم ته په اشارې وویل چې هغه لوی انتخابات ګټلي او د عراقیانو ښه استازولي لري.

ولسمشر ټرمپ له الزیدي سره په ملاقات کې وویل، "موږ یوه لویه مشترکه وجهه لرو... هغه (د عراق صدراعظم) یو داسې انتخابات وګټل چې ډېرو خلکو یې فکر نه کاوه... ماته دا ډېره مهمه وه چې هلته باید داسي څوک وي چې دنده ترسره کړای شي او ښي یې ترسره کړي."

د عراق صدراعظم تېره ورځ واشنګټن ډي سي ته راغلی له ولسمشر ټرمپ او ځینو نورو امریکايي مقاماتو سره به د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو اړيکو د لا ښه ټېنګولو په اړه خبرې وکړي.

په دغه ملاقات کې به په عراق کې د ایران له ملاتړ د برخمنو شیعه ملیشو د بې وسلې کولو په مسئلې هم خبرې کېږي، بغداد له دې پلوه تر سخت فشار لاندې دی. په دوی کې هغه وسله وال هم شامل دي، چې د امریکا او ایران د جګړې له پیل وروسته یې د متحدو ایالتونو په دپلوماتیکو او پوځي تاسیساتو بریدونه کړي.

اسوشیتډپرس د یو امریکايي مقام له خولې راپور ورکړی، چې متحده ایالتونه به د دغو ملېشو د بې وسلې کولو په اړه د عراق د معلوماتو په اساس «اګاهانه» پرېکړې وکړي.

د عراق حکومت غیر دولتي وسله والو ډلو ته مهلت ورکړی چې د روان کال د سپتمبر تر میاشت پورې دې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، خو ځینو قوي ډلو ویلي چې دا کار به نه کوي.

د راپورونو په اساس، همدغه راز د تیلو او ګازو په برخو کې به هم څو تفاهم لیکونه لاسليک شي. بغداد غواړي د امريکايي شرکتونو په همکارۍ خپل د تېلو د توليد ظرفیت لوړ کړي او د تېلو او ګازو د صادراتو د بديلو لارو په جوړولو هم خبرې کېږي، چې د هرمز تنګي د بندېدو له کبله یې صاردات ټکني نه شي.

د عراق حکومت یو وياند دا خبره هم کړې ده چې په دغه ملاقات کې به په پوځي همکاریو هم خبرې وشي.

دا د عراق د صدراعظم په توګه واشنګتن ډي سي ته د علي الزیدي لومړی رسمي سفر دی.

کله چې د اپریل په میاشت کې علي الزیدي د عراق صدراعظم شو، ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې دا «دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د یو نوي باب پیل دی، او داسې ښیرارزي، ثبات او بریالیتوب به له ځان سره ولري، چې تر دې مخکې نه وي لیدل» شوي.