له داعش څخه د موصل ښار تر نیول کېدو نهه کاله وروسته لا هم د دغه ښار بیا رغوونه روانه ده. دا ښار اوس د ترهګرو په لاس کې نه دی. زرګونه کورونه ویجاړ شوي، لا هم ډېر ناچاودېدلي بمونه شته او ډېرې کورنۍ منتظرې دي چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې د ۲۰۱۷ کال د جولاۍ په لسمه نېټه اعلان وکړ چې «عراقي امنیتي ځواکونو د متحدو ایالتونو او نړیوال ایتلاف په مرسته په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت څخه د موصل ښار ازاد کړ.»
نهه کال کېږي دا ښار د داعش څخه ازاد شوی خو لا هم د جګړې نښې په کې دي او په ښار کې ویجاړې شوې ودانۍ او نا تکمیل شوې تعمیراتي چارې د دې څرګندونه کوي.
د موصل په ښي څنډې کې لرغونې سیمې یو مهال د ژوند، تاریخ او فرهنګ مثالونه وو. خو نن، ډېر سړکونه خاموش دي او تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې د تراژیدۍ خاطرې پټې دي.
په موصل کې ځوان خبریال شعلان حیاني وايي چې، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو کې د داعش تر یرغل لاندې په تاریخي او فرهنګي ودانیو کې پټ ژوند کړی.
سیمه ایز خبریال شعلان حیانې وايي: «پخوانۍ سیمه لا هم د ژوند لارې څاري او خلک ورته ستنېږي. که څه هم نړیوالو سازمانونو ځینې سیمې نیولې او رغولې خو لا هم ځینې سیمې هماغسې ویجاړې دي.»
څو سوه میتره لېرې یو ۸۵ کلن سړی په خپلې کوچنۍ هټۍ کې د ماهیانو د نیولو وسائیل خرڅوي. هغه ته یاد دي چې دا لرغونی ښار تر جګړې مخکې څنګه و: «پخوانۍ سیمه ډېره ژوندۍ وه. کورونه او د ودانیو تنظیم لکه د سپینې واورې په څېر و، چې داخل به شوې ورته، بیا به دې زړه نه کېده چې ترې راووځي، اوبه یې ډېرې یخې وې. اوس ورته ګورو او هر څه ویجاړ شوي دي او هېڅوک نه شته چې ویې رغوي. موږ یې په اړه لا ډېر اندېښمن یو.»
د داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د موصل ښار ونیوه. له درې کلن اشغال وروسته، د عراق ځواکونو د نړیوال ایتلاف په مرسته په ۲۰۱۶ کال کې د موصل د ازادۍ عملیات پیل کړل او د ۲۰۱۷ کال د جولاۍ په میاشت کې دا ښار ازاد شو.
امریکا غږ ته په رسېدلیو حکومتي اسنادو کې ښکاري چې د جګړې په مهال ۲۵۰۰۰۰ کورونه او د استوګنې ځایونه ویجاړ شوي دي. ویجاړتیا ډېره پراخه ده.
حکومتي او نړیوالې ادارې د دجلې د سیند په غاړه کورونه او تاریخي او فرهنګي سیمې بیا رغوي.
د موصل ښاروالۍ کې د پروژې مشر سمیر یوسف خدر وايي: «د موصل په دواړو غاړو کې روانه پروژه په ښار کې یوه ستراتېژیکه او مهمه پروژه ده. په دغې پروژې کې د موصل په ښي اړخ کې د ۲۷۳ کورونو او د سیند د غاړې د لارې رغول شامل دي، او په دویمه برخه کې یې په کیڼ اړخ کې یې د ۲۷۳ کورونو او د سیند د غاړې د لارې جوړل شامل دي.»
نوموړي وویل چې دا رغوونه داسې کېږي چې د موصل تاریخي ارزښت هم د راتلونکو نسلونو لپاره په خپل حال پاتې شي.
سمیر یوسف خدر زیاتوي: «خوشبختانه، په ټولې پروژې کې کار روان دی. شاوخوا ۲۵۰ کورونه لا دمخه جوړ شوي دي. ځینې یې په وروستیو مرحلو کې دي، په داسې حال کې چې د نورو په معمارۍ کار روان دی. دا کورونه به د زاړه موصل په بڼې او معمارۍ بیارغول کېږي چې د ښار لرغونی هویت او کلتور منعکس کړي. لکه څنګه چې تاسو کتلای شی، محرابونه، سینګارونه، او د معمارۍ ټولې ځانګړتیاوې چې د موصل په زړو کورونو کې وو، بیرته را وراګرځول شي.»
بیا رغوونه یوه اوږده پروسه ده. د بشري مرستو ډلو شاوخوا ۱۷۵۰ جسدونه له نړېدلو ودانیو څخه را ایستلي دي، چارواکي اټکل کوي چې ممکن له ۵۰۰۰ څخه ډیر خلک لا هم تر کنډوالو لاندې وي. په زرګونو ناچاوده بمونه هم پاتې دي، چې بیارغونه یې ورو او خطرناکه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه