د افغانستان په اړه د عمران خان څرګندونې ناسمې تعبیر شوي ـ پاکستان

د پاکستان لومړي وزیر تر دې مخکې هم په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو خبره کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د عمران خان وروستۍ څرګندونې په رسنیو کې ناسمې تعبیر شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د «مارچ پر ۲۷مه» ویلي، چې د موقت حکومت په اړه د عمران خان څرګندونې د پاکستان په تړاو وې او وايي، له دغو څرګندونو باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې تعبیر وانه خیستل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې عمران خان د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره خبرو کې په افغانستان کې د یو بې طرفه موقت حکومت وړاندیز کړی و.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه رپوټونو ته په غبرګون کې ویلي "د پاکستان صدراعظم د سیاسي پخلاینې د روانو هڅو لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخه کې شخصآ لیوالتیا ښودلې او دا نه باید د پاکستان مخلصانه هڅې تر پوښتنې را ولي او د دغه بهیر په حساس پړاو کې ورڅخه ناسم تعبیر وانه خیستل شي او د ناسم پوهاوي سبب نه شي."

په دغه بیان کې ویل شوي، چې پاکستان پرته له دې، چې په افغانستان کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې سیاسي بهر ته وده ورکړي، په دغه هیواد کې بله کومه لیوالتیا نه لري.

د افغانستان اجرایي رئیس عبدالله عبدالله وايي چې پاکستان د افغانستان د برخلیک په اړه د نظر ورکولو پر ځای باید پر ترهګرو فشارونه زیات کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو سفیر جان بس په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ځینې وخت په سیاست کې د کرکټ دپلوماسي نتیجه ورکوي او ځینې وخت یې نه ورکوي.

ښاغلي بس عمران خان ته لیکلي دي چې دا مهمه ده چې د سولې په روان بهیر او د افغانستان په داخلي چارو کې له (بال ټمپر) سره مبارزه وشي. بال ټمپر د کرکټ یوه اصطلاح ده چې په یوې روانې لوبې کې د توپ خرابولو ته وايي چې مخالفې لوبډلې ته ستونزې جوړې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې تېره ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړ.

فغان حکومت یو ځل بیا د عمران خان څرګندونې د افغانستان ملي حاکمیت ته سپکاوی او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وبلل.

افغانستان د دې ترڅنګ په اسلام اباد کې خپل سفیر د اعترض په ډول کابل ته راوغوښت. د دې ترڅنګ د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې د عمران خان څرګندونې رغندنه نه وې.

نوموړي ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه یوازې افغانان پرېکړه کولی شي او زیاتوي، چې پاکستان د سولې په برخه کې رول لوبولی دی، خو د عمران خان دا څرګندونې کوم رول لوبولی نشي.

د پاکستان د صدراعظم وروستیو څرګندونو ته په افغانستان او پاکستان کې هم د یو شمېر سیاسیونو لخوا غبرګونونه وښودل شو او هغه یې د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې په ډول وبللې.