د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو څرگندونې مداخله ده؟


د عمران خان په باجوړ کې غونډې ته وینا
د عمران خان په باجوړ کې غونډې ته وینا

د پاکستان د صدراعظم د هغه وینا نه وروسته چې په افغانستان کې یې د یو نوې حکومت د جوړیدو په اړه کړي، په پاکستان او افغانستان دواړو کې نیوکې شویدي

د عمران خان په باجوړ کې یوې غونډې ته وینا لمړنې ځل ندی چې پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه دا ډول څرگندونې کوي.

د افغانستان برسیره په پاکستان کې هم ځینو سیاستمدارانو د صدراعظم عمران خان وینا د پاکستان په تاوان بللې ده او د خان نه یې غوښتي دي چې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.

په پاکستان کې سیاستمدار افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل:

د عوامي نیشنل گوند یو مرکزي مشر زاهد خان د صدراعظم عمران خان څرگندونو په اړه وویل چې پاکستان په زوره طالبان په افغانستان ورتپي او دغه به خطرناکې پایلې ولري.

زاهد خان لیکلی:

" هغه فکر قوي شویدی چې غواړي د افغانستان نه د پاکستان پنځمه صوبه جوړه کړي. د صدراعظم څرگندونې پخپله د پاکستان لپاره خطرناکې دي. د پاکستان ادارې دې هوښ وکړي. که طالبان په زوره په افغانستان ور وتپل شول نو دا به ټولې سیمې کې اور بل کړي."

د ځینو پاکستاني سیاستمدارانو برسیره په افغانستان کې هم د خان وینا د دغه ملک په چارو کې مداخله وبلل شوه

ښاغلي امرالله صالح په خپل ټویټر ولیکل:

"د مسکو د شرمیدلې غونډې گډونوال دې د عمران خان د څرگندونو په اړه خپل نظر ورکړي چې وایي په افغانستان کې د یو نوي حکومت د جوړیدو لپاره هڅې روانې دي. خپله وطن پالنه وښایئ او عمران خان ته د هغه حد ورښکاره کړئ او کنه نو تاسو یو یئ."

د افغانستان حکومت هم د پاکستان د صدراعظم دغې وینا ته سخت غبرگون ښودلی دی او په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار کړ.

XS
SM
MD
LG