د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: تروریزم ته په پاکستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوم


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له خاورې نه پر نورو هیوادونو د برید لپاره گټه واخلي.

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې هم اعلان کړی چې په دې هیواد کې یې د ټولو سخت دریځو ډلو د ځپلو لپاره یوه هر اړخیزه ستراتیژي جوړه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم د جمعې په ورځ د پاکستان په جنوب کې خلکو ته د ونیا پر مهال وویل "زما دولت اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې نه د بهرنیو تروریستي بریدونو لپاره کار واخلي."

ښاغلي خان زیاته کړه چې "مونږ اوس هیڅ یوې ملیشه ډلې ته اجازه نه ورکوو چې پدې هیواد کې فعالیت وکړي."

پاکستان پدې وروستیو ورځو کې او په ځانگړې توگه د هند سره د سخت سیاسي او پوځي کړکیچ د رامنځ ته کیدو وروسته دننه په پاکستان کې د ترهگرو ډلو ځپلو ته زور ورکړی دی.

خو پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې دغه عملیات د هند سره له وروستي کړکیچ سره اړیکه نلري او دا د سخت دریځو ډلو پر ضد ددې هیواد د مبارزې یوه برخه ده.

پدې وروستیو کې کله چې د "جیش محمد" ډلې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د خونړي برید مسولیت ومانه هند د دواړو هیوادونو ترمنځ د جگړې وروسته د لومړي ځل لپاره دننه په پاکستان کې ځنې سیمې بمبارد کړې.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ نړیوال غبرگونه درلودل. امریکا، بریتانیا او اروپایي اتحادیې له هند او پاکستان نه وغوښتل چې د پوځي نښتو له دوام نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG