روبیو: له ایران سره هوکړه ښایي څو ورځې وخت ونیسي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو له خوا د ایران پر کښتیو او د توغندیو پر مراکزو له بریدونو یوه ورځ وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه‌ شنبې په ورځ (مې ۲۶) ویلي چې له ایران سره د داسې یوې معاملې کېدل چې له مخې یې د هرمز ستراتیژیک تنګی پرانیستل شي، ښایي څو ورځې وخت ونیسي.

روبیو له هند څخه ارمنستان ته پر لار، په الوتکه کې خبریالانو ته وویل ،"زما په اند، د داسې یو څه په اړه به پرېکړه څو ورځې وخت ونیسي، حتی د یوې کلمې یا جملې پر سر د اختلافاتو تر کچې – نو موږ باید دا اختلافات حل کړو. که معامله کیږي، نو موږ باید دا اختلافات حل کړو."

روبیو په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران له رژیم سره خبرې "ښه پرمخ ځي!"

ولسمشر ټرمپ وویل له ایران سره یو احتمالي تړون کیدای شي د هرمز تنګی پرانیزي خو هغه خبرداری ورکړ چې که خبرې اترې ناکامه شي نو د رژیم پر وړاندې به پوځي عملیات پیل شي.

روبیو همدارنګه خبریالانو ته وویل هغه څه چې په هرمز تنګي کې روان دي، ناقانونه دي. هغه زیاته کړه، " تنګی باید خلاص وي. له یوې لارې نه له یوې لارې به خلاص وي. پکار ده چې خلاص وي، هغه څه چې هلته روان دي، ناقانونه دي، د قانون خلاف دي، دا د نړۍ لپاره پایښت لرونکې نده، دا د نه منلو وړ ده."

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني (سنټکام) وايي چې د دوشنبې په ورځ (مۍ۲۵) یې د ایران میزایل توغوونې دستګاه او ماین اېښودونکې کښتۍ يې په نښه کړې دي.

د مرکزي قومندانۍ ویاند ټیم هاګینس امریکا غږ ته وویل:«د متحدو ایالتونو پوځ نن د ایران په جنوب کې د ایراني ځواکونو له لوري د ورپېښو ګواښونو په ځواب کې زموږ د سرتېرو د حفاظت لپاره د ځاني دفاع بریدونه وکړل. په هغو هدفونو کې چې وېشتل شوي د ایران د میزایل توغونې دستګاوې او هغه کښتۍ شامل دي چې د ماین اېښودلو هڅه یې کوله.»

سنټکام ویلي دي چې د اوربند په مهال به هم د خپلو ځواکونو حفاظت روان ساتي.

بلخوا د ایران دولتي رسنیو ویلي د هغه هیواد د سپاه پاسداران دوه کښتۍ د دوشنبې په ناوخته بریدونو کې په نښه شوي دي. د ایران سپاه پاسداران د متحدو ایالتونو له خوا د ترهګر سازمان په توګه ګڼل کیږي.

په ورته وخت کې د ایران دولتي رسنیو دا هم تایید کړې ده چې خکلو د هغه هیواد په جنوبي سیمه بندر عباس کې د چاودنو غږونه اوریدلي دي.