د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر اتمه) پرتګال ته په خپل رسمي سفر کې هغه هېواد وستایه چې خپل دفاعي لګښتونه یې لوړ کړي او ویې ویل هر څومره چې د ناټو د غړو هېوادونو پوځي وړتیاوې زیاتېږي، په هماغه اندازه دا سازمان غښتلی کېږي.
روبیو، چې د ناټو غړو هېوادونو ته په خپل رسمي سفر کې یونان او ایسلنډ ته هم ولاړ، ټېنګار وکړ چې د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره د ناټو په غړو هېوادونو باندې د متحدو ایالتونو فشار «غلیمانه اقدام» نه دی.
نوموړي د پرتګال په مرکز لیزبن کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر پاولو رینګل سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «هر هېواد متفاوته اندازه او تناسب لري. ځېنې هېوادونو تر نورو زیاته ونډه اخیستلای شي، خو د ناټو ټول غړي باید غښتلي وي، ځکه چې هر څومره د ناټو غړي قوي وي، ناټو، دا تړون او د مخنیوي وړتیا به یې قوي وي.»
ولسمشر ټرمپ په وار وار دا خبره کړې ده چې امریکا د ناټو ډېر مالي او دفاعي لګښتونه ورکوي، خو د دغه تړون غړو هېوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به خپله کلنۍ دفاعي او امنیتي لګښتونه د خپلو داخلي ناخالصو عوایدو پنځمې برخې ته رسوي.
مارکو روبیو همدغه راز د واشنګټن او لیزبن د همکاریو او په خاص ډول د زبرځیرکتیا او هوايي صنعت په برخې د همکاریو د ډېرېدو په ارزښت ټېنګار وکړ.
نوموړي همدغه راز د نشه يي توکو د قاچاقو د مخنیوي لپاره د پرتګال هڅې وستایلې.
ښاغلي روبیو د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په اړه وویل چې دا «جګړه بندبست ته رسېدلې» ده او خبرداری یې ورکړ چې زیاتېدو سره به یې جګړه سیمې ته هم وغځېږي.
هغه وویل: «موږ باور لرو چې دا جګړه باید د خبرو په اساس د یو توافق له لارې ختمه شي، او هرڅومره ژر چې وشي، غوره ده. متحده ایالتونه داسې یو توافق ته درسېدو لپاره د تسهیل کوونکي د رول لوبولو ته چمتو دی.»