روبیو: که د امریکا مرستې نه وای، نن به اوکراین موجود نه وای

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د (اکتوبر ۲۱مه) وویل که د متحدو ایالتونو مرستې نه وای، نن به اوکراین شتون نه درلود.

ښاغلي روبیو دا څرګندونې په ممبۍ کې هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال کړې دي.

روبیو زیاته کړه چې واشنګټن نور نه غواړي په دې موضوع کې تل دفاعي دریځ غوره کړي.

روبیو وايي "اوکرایني جنګیالیو د یوه ډېر لوی دښمن پر وړاندې په ډېرې زړورتیا د خپل هېواد لپاره جګړه کړې ده. "

د روبیو په وینا، د امریکا مرستې د بایډن د حکومت له وخته پیل شوې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې پکې شاملې دي.

روبیو وايي "زما په اند، د اوکراین لپاره تر ټولو مهمه موخه دا ده چې خپل اوږدمهاله امنیت او خوندیتوب تضمین کړي، څو په راتلونکي کې پرې بیا هېڅکله یرغل یا برید ونه شي. "

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو همدارنګه وویل چې د هغه د معلوماتو له مخې، د امریکا د ځانګړي استازي سټیف وېټکاف او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ د تېرې ورځې لیدنه مثبته وه او په هغې کې هېڅ ناڅاپي یا د حیرانتیا وړ خبره نه وه.

روبیو وايي "دواړو لورو ځینې نظریات مطرح کړي دي او وېټکاف به د سنټ‌پېټرزبورګ د سفر پر مهال دغه نظریات له روسي لوري سره شریک کړي. "

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغو نظریاتو د جزئیاتو له څرګندولو ډډه وکړه، خو مذاکرات یې ډېر ستونزمن وبلل او ویې ویل چې د دونباس سېمې پر سر اختلافات د دغو خبرو اترو په مرکز کې دي.

د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۱) له هغو وړاندیزونو سره روسیې ته سفر کړی چې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي سره یې د روسیې او اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه ورباندې بحث کړی دی.