د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د اوکراین د دونیتسک سیمې په اړه د اوکراین او روسیې ترمنځ موافقه د کیف پر وړاندې د مسکو په نږدې څلور کلنې جګړې کې د امریکا په منځګړیتوب د سولې د تړون په وړاندې اصلي خنډ پاتې دی.
روبیو د چهارشنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د استماعیه غونډې پر مهال وویل: "دا لا هم یو پول دی چې موږ باید ترې تېر شو. لاهم یوه تشه شته، خو لږ تر لږه موږ توانیدلي یو چې دا یوې عمده مسلې ته محدود کړو، او دا به ښایي یوه ډېره ستونزمنه مسله وي."
روسیه دا مهال د اوکراین په ختیځ کې په دونیتسک باندې شاوخوا له ۸۰ تر۹۰ سلنه کنټرول لري، چې د ډونباس په نوم هم پیژندل کیږي، خو کریملین غوښتنه کړې چې کیف دې ۵۰۰۰ مربع کیلومتره نوره سیمه چې مسکو یې کنټرول نه لري، روسیې ته وسپاري.
روبیو قانون جوړونکو ته وویل: "یوازینۍ مسله چې پاتې ده ... د دونیتسک په اراضي ادعا ده. فعالې هڅې روانې دي ترڅو وګورو چې ایا د دې مسلې په اړه د دواړو خواوو نظرونه مطابقت لري که نه."
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې تېره اونۍ په ابوظبي کې د امریکا په منځګړیتوب د خبرو اترو یو پړاو، چې پکې د روسیې او اوکرایني چارواکو ترمنځ نادرې مخامخ غونډې شاملې وې، پرته له کومې موافقې پای ته ورسېدې.
د ټرمپ ادارې د دې خبرو اترو وړاندیز کړی و چې د ۲۰ تکي پر چوکاټ باندې متمرکزې وې. روبیو وویل چې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جیریډ کوشنر، چې دواړه د ابوظبي په خبرو اترو کې ښکیل وو، د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې به برخه وانخلي، پداسې حال کې چې زیاته یې کړه چې د امریکا ډیپلوماسي فعاله پاتې ده.
دغه جګپوړي امریکایي ډیپلومات یادونه وکړه چې واشنګټن په لویه کچه د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو په اړه موافقه کړې ده. د بهرنیو چارو وزیر وویل: "زه فکر کوم چې دوی زموږ د معادلې له اړخه موافق دي.."
متحدو ایالتونو، روسیې او اوکراین د ابوظبي په خبرو اترو کې پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي چې ښایي د دې اونۍ تر پایه به دوام وکړي. که څه هم مسکو او واشنګټن د دې ډول خبرو اترو لپاره نیټه نه ده اعلان کړې، کیف ویلي چې بل پړاو ممکن د فبرورۍ په لومړۍ نیټه ترسره شي.