د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشرۍ د اوکراین د سولې خبرې اترې رغنده بللې شوې، خو موافقه نه ده شوې

په ابوظبي کې د متحدو ایالتونو په منځګړيتوب، درې اړخيزې خبرې اترې چې موخه يې د روسيې او اوکرین د نږدې څلور کلنې جګړې پای ته رسول و، د شنبې په ورځ د سولې له تړون پرته پای ته ورسېدې، خو تمه کیږي چې ښکېل اړخونه دا اونۍ بيا غونډه وکړي.

د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي، سټیف ویتکاف د ايکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې خبرې اترې "ډېرې رغنده" وې او يادونه يې کړې چې "پلانونه جوړ شوي چې راتلونکې اونۍ په ابوظبي کې خبرې اترې دوام ومومي".

ویتکاف ټینګار کړی چې د متحدو ایالتونو حکومت "د دې جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی".

د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، چې تېره اونۍ یې د سویس په داووس ښار کې د اوکراین له ولسمشر، ولادمیر زیلنسکي، سره ولیدل، خبریالانو ته یې وویل چې د ابوظبي له غونډې مخکې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین، ته د هغه پیغام دا و چې "دا جګړه باید پای ته ورسیږي".

هغه دا هم وویل چې پوتین او زیلنسکي به "احمق" وي که دوی کومې هوکړې ته ونه رسیږي.

د اوکراین ولسمشر د یکشنبې په ورځ وویل چې د امنیتي تضمینونو په اړه د متحدو ایالتونو له لوري یو سند "سل په سلو کې چمتو" دی او د رسمي لاسلیک نیټې ته په تمه دی.

خو د اوکراین د ځمکني بشپړتیا په اړه د پام وړ توپیرونه لا هم موجود دي. زیلنسکي یوځل بیا ټینګار کړی چې د اوکراین ځمکني بشپړتیا ته باید درناوی وشي.

خوکرملین ټینګار لري چې کیف باید د هغو سیمو په ګډون چې په بشپړ ډول د روسیې تر کنترول لاندې نه دي، د اوکراین له ختیځو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي.

زېلنسکي په متحده عربي اماراتو کې خبرې اترې رغنده بللي او ویلي یې دي چې په بېلا بېلو موضوعاتو بحث شوی. زیلنسکي زیاته کړې "پخوا (مسئلې) ډېرې وې، خو اوس کمې دي."

د کرملین ویاند، ډمیتري پېسکوف، خبریالانو ته ویلي "دا حقیقت چې دا اړیکې په رغنده توګه پیل شوې دي، ورته په مثبت ډول لیدل کېدای شي" خو خبرداری یې ورکړی چې "له دغو لومړنیو اړیکو څخه د پام وړ پایلې تمه به ناسمه وي".

د روسیې او کراین چارواکو هم ویلي چې ټاکل شوې ده دا خبرې اترې روانه اونۍ هم ادامه ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG