د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې پلان لري د سویس په داووس ښار کې د اقتصادي نړیوال فورم په څنډو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وویني، هغه کیف او مسکو هڅوي چې په اوکراین کې د جګړې ختمولو لپاره د سولې تړون وکړي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په داووس کې په خپلې وینا کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او زیلیسنکي به «احمقان» وي، چې له یو جوړ جاړي سره توافق ونه کړي او ویې ویل چې د دغې جګړې بشري زیان ډېر لوړ دی او نور هم زیاتېږي.
هغه وویل: «دا یوه وحشتناکه جګړه ده... هغوی به له دویمې نړیوالې جګړې هم زیات شي، ارقام د منلو نه دي. څومره خلک دوی له لاسه ورکړل؟... اوکراین او روسیې په ډېر شمېر کې خلک له لاسه ورکړل.» ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «زه باور لرم چې هغوی به سره یو ځای او یو تړون ته ورسېږي. هغوی به احمقان وي که یې دا کار ونه کړ- دواړه ته یې وایم.»
له زیلینسکي سره د ولسمشر ټرمپ د ملاقات خبره داسې مهال کېږي چې د اوکراین ولسمشر تېره ورځ وویل چې د داوس غونډې ته نه ځي او په ځای یې د روسیې د بریدونو له بلې څپې څخه وروسته د اوکراین د انرژۍ د سکتور په بیا راګرځولو تمرکز کوي. اوکراین مقامات وايي چې زیلینسکي په کیف کې دی.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له زیلینسکي سره به د پنجشنبې په ورځ ویني. دا غونډه په مسکو کې د پوتین سره د امریکا د ځانګړي استازي ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ د زوم جرید کوشنر له ملاقات سره همهاله کېږي.
په مسکو کې غونډه
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له زیلینسکي سره به د پنجشنبې په ورځ ویني. دا غونډه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ زوم جرید کوشنر د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني او د اوکراین لپاره د متحدو ایالتونو د سولې تر پلان لاندې «د ځمکې په معاملو» خبرې وکړې.
ویتکاف د اوکراین په ضد د روسیې د څلور نیم کلنې جګړې د ختمولو لپاره د متحدو ایالتونو په مشرۍ له څو میاشتنۍ دپلوماسۍ څخه وروسته دغه پلان شوې غونډه تائید کړه. ویتکاف وویل په داسې حال کې چې د جګړې ختمولو پلان «هماهنګ» کېږي، د قلمرو په اړه مسائیل لا هم اصلي خنډ دی.
ویتکاف د سویززلنډ د داوس په ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په مهال CNBC ته وویل: «فکر کوم اوس د ځمکې معاملې ته رسېدلي یو-داسې ده لکه ۸۰۰-پونډه وزن لرونکی فیل [لویه ستونزمنه مسله] چې کوټه کې وي- زه فکر کوم چې په دې اړه ځینې ښه نظریات لرو او هیله لرو چې ځینې پرمختګونه وکړو.»
په مسکو کې د پنجشنبې د ورځې د غونډې اساس د داوس د غونډې په څنډو کې د روسیې له ځانګړي استازي کیریل دمیتریف سره د ویتکاف او کوشنر دوه ساعته خبرې دي. کرملین تائید کړې چې له ویتکاف سره غونډه د پوتین په مهالوېش کې شامله ده.
د جنورۍ په شلمه نېټه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې داووس ته نه ځي. هغه وویل چې د امنیتي تضمین او «سوکالۍ» په اړه ضمانتونه چې باید په دغه نړیوال فورم کې نهايي شوي وای، چمتو نه وو او د دې په ځای هغه د روسیې د بریدونو له بلې څپې څخه وروسته اوس د اوکراین د انرژۍ د سکتور په بیا رغولو تمرکز کوي.
د روسیې له بریدونو وروسته، چې د اوکراین د انرژۍ د تاسیساتو ډېره برخه یې ویجاړه کړه، دا هېواد د برېښنا له کموالي سره مخامخ شوی او د ژمي په سخت موسم کې ډېر اوکراینیان برېښنا او مرکز ګرمي نه لري.
کله چې له ویتکاف څخه وپوښتل شول چې فکر کوي پوتین به سوله وکړي، هغه وویل چې د یو پرېکړه لیک په اړه هیله مند دی.
نوموړي زیاته کړه: «زه داسې احساس کوم چې هلته هرڅوک سوله غواړي، اوس یې وخت دی. موږ هر یو سره نژدې کوو... هیله لرم چې غوره څه ولرو چې ژر یې اعلان کړو.»
روسیې مخکې داسې اشاره ورکړې وه چې د مسکو په شرایطو برابره سوله مني او له اوربند سره یې دلچسپي نه وه ښودلې او د اوکراین په ختیځ کې یې د نیول شویو ځمکو کنترول او د اوکراین په پوځي وړتیاو کې د پام وړ کموالي غوښتنه کوي.
اوکراین وايي چې بیرته خپله ځمکنۍ بشپړتیا غواړي او له لویدیځ څخه امنیتي ضمانت غواړي چې روسیه بیا په اینده کې په هغه هېواد باندې یرغل ونه کړي.
فورم \ دبحث خونه