روسیې د جمعې په ورځ، د اګست په ۲۸مه، د پرلهپسې دویمې ورځې لپاره پر کییف او د دغه ښار پر شاوخوا سیمو پراخ هوايي بریدونه کړي دي.
اوکرایني چارواکي وايي، روسیې تېره شپه پر اوکراین د ۱۶۴ بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې د دوی په وینا، د اوکراین هوايي دفاع ځواکونو ۱۳۷ ډرونونه شنډ کړي دي.
په ورته وخت کې، اوکراین هم د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو خپل لرې واټن ویشتونکي بریدونه روان ساتلي دي. د راپورونو له مخې، اوکرایني ډرونونو د روسیې په یاروسلاول سیمه کې د تېلو یوه تصفیه خانه په نښه کړی ده.
روسیې هم ویلي چې د دغه هېواد په څو سیمو کې یې د اوکراین ګڼ شمېر بېپیلوټه الوتکو د زیانونو مخنیوی کړی دی.
په ډیپلوماتیک ډګر کې، د کرملین ویاند ویلي چې د مسکو او کییف ترمنځ د سولې خبرې اوس مهال د جدي ځنډ سره مخ دي او د خبرو د پرمختګ لپاره کوم نوی نوښت تر بحث لاندې نه دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا او اوکراین په وروستیو اوونیو کې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د زمینې برابرولو هڅې کړې دي. اوکرایني چارواکو هم د سپټمبر په میاشت کې د نویو خبرو د ترسره کېدو احتمال په ډاګه کړی دی.
په همدې حال کې، روسیې خبرداری ورکړی چې که اوکراین د بریتانیا له خوا جوړ شوي لرې واټن ویشتونکي توغندي د روسیې د خاورې په سیمو کې د اهدافو پر ضد وکاروي، مسکو ښايي په اوکراین کې دننه او له اوکراین څخه بهر د بریتانیا پوځي اهداف په نښه کړي.
دغه ګواښونو د روسیې او د اوکراین د ملاتړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
په ورته وخت کې، د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له زیاتېدو سره، جرمني ویلي چې د بالتیک سمندر په سیمه کې د ناټو غړي هېوادونه د ډرونونو پر وړاندې د ګډ دفاعي ځواک د جوړولو پر پلان کار کوي.
دا اقدام په اروپا کې د بې پیلوټه الوتکو د ګواښ، تخریبي فعالیتونو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په غبرګون کې کېږي چې د «هایبرډ جګړې» په نوم یادېږي.
اروپايي او امریکايي استخباراتي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په اروپا کې د «خړ زون» په نوم د روسیې د تخریبي فعالیتونو او د بریدونو څارنه کوي.
دوي وایي ددې ډول اقداماتو هدف عموماً د ناټو د یووالي کمزوري کول او د دغه سازمان د غړو هېوادونو له خوا د اوکراین د ملاتړ د ارادې کمول دي.