ملګرو ملتونو ویلي، د اوکراین په جګړه کې د جولای په میاشت کې تر بلې هرې میاشتې ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ د دواړو لورو بریدونه هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکو ویلي، په جولای کې لږ تر لږه ۴۳۷ اوکرایني ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۱۰ نور ټپیان شوي دي. دا شمېر د جون په پرتله ۳۰ سلنه او د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۷۰ سلنه زیات دی. دا د ۲۰۲۲ کال د مې میاشت نه وروسته د ملکي وګړو تر ټولو لوړه مرګژوبله ده. د ماشومانو مرګژوبله هم د ۲۰۲۲ کال له اپرېل وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
روسیې د جمعې په ورځ په تور سمندرګي کې د اوربند وړاندیز هم رد کړ؛ هغه سیمه چې پر سمندري بېړیو بریدونو د نړۍ د غلو بیې لوړې کړې دي.
په کیف کې د ملګرو ملتونو د څارنې د ماموریت مشرې دانیل بېل ویلي: «د روان کال په هره میاشت کې د وژل شویو او ټپیانو ملکي وګړو شمېر زیات شوی دی..»
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په اوکراین کې د ډېرو ملکي تلفاتو لامل توغندي او بېپیلوټه الوتکې دي، چې ډېری بریدونه د جګړې له لومړۍ کرښې څخه لرې ښارونو کې شوي دي. کیف تر ټولو ډېر زیانمن شوی او ۵۴ ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې، ملګرو ملتونو په اوکراین کې د لږ تر لږه ۱۶ زره ۸۷۴ ملکي وګړو وژنه تایید کړې ده چې په وژل شویو کې ۸۲۰ ماشومان شامل دي. همداراز ۵۱ زره ۲۷۳ کسان ټپیان شوي دي.
روسي چارواکو ویلي چې په جولای کې په روسیه کې ۷۹ ملکي وګړي وژل شوي، خو ملګرو ملتونو ویلي چې دا شمېر په خپلواکه توګه نشي تاییدولای.
د جمعې په ورځ د اوکراین په شمالي سومي سیمه کې یوه روسي ډرون پر یوه کور برید وکړ چې له امله یې یوه ۲۹ کلنه ښځه او د هغې ۹ کلن زوی ووژل شول او څلور نور کسان ټپیان شول.
د اوکراین په ختیځ دونتسک سیمه کې هم یوه روسي بم د یوه اپارتمان ودانۍ شپږ پوړونه ویجاړ کړل. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي، روسیه هره ورځ د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې سیمو کې شاوخوا ۲۲۰ کنترولونکي بمونه غورځوي.
له بلې خوا، اوکراین د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې پر اوست-لوګا بندر برید کړی دی. دغه بندر د روسیې له لویو نفتي او ګازي صادراتي مرکزونو څخه دی. د سیمهییز والي په وینا، د برید له امله اور ولګېد. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې اوکراین په یوه شپه کې ۵۵۳ ډرونونه توغولي دي.
روسیې د جمعې په ورځ په تور سمندرګي کې د اوربند وړاندیز هم رد کړ؛ هغه سیمه چې پر سمندري بېړیو بریدونو د نړۍ د غلو بیې لوړې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه