روسیې او اوکراین د نورو بندیانو په تبادله کولو توافق وکړ

دواړو هېوادونو مخکې هم بندیان تبادله کړي وو

د روسیې او اوکراین مقاماتو په ترکیې کې له خبرو وروسته د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) په خپلو کې د نورو بندیانو په تبادله کولو موافقه کړې ده.

فرانس پرس راپور ورکړی دی چې دواړو خواوو همدغه راز توافق کړی چې په جنګ ځپلو سیمو کې به یو«بشري دهلیز» هم پرانیزي.

د مسکو او کیف د بشري حقونو کمېشنران دمیترو لوبینتس او تاتیانا موسکالکوفا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په منځګړتوب د یو نړیوال کنفرانس په څنډو کې دې موافقې ته ورسېدل.

تاتیانا موسکالکوفا وویل چې دواړو خواوو توافق وکړ چې هر هېواد به څه باندې ۴۰ بندیان خوشې کوي. خو دمیترو لوبینتس د بندیانو د تبادلې د شمېر په اړه معلومات ورنکړل او وویل: «خبرې لا خلاصې نه دي، ادامه به ورکړو.»

ټاکل شوې چې د کیف او مسکو دغه استازي به په بلې غونډې کې، چې د پنجشنبې په ورځ وي، یو بل ته د بندیانو او نورو مسائیلو په اړه لست وسپاري.

روسیه او اوکراین له شاوخوا یو کال راهېسې په جګړه دي خو بیا یې هم په خپلو کې سره څو ځلې بندیان تبادله کړي دي.

ترکیه، چې د ناټو غړې ده، له کیف او مسکو سره ښه روابط ساتلي او د دواړو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه یې هم هلې ځلې کړي دي.

ترکیې دوه ځلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلولو هڅه وکړه او د دوی په منځګړتوب له اوکراین څخه د غله جاتو انتقال پیل شو، خو د سولې په اړه یې هلو ځلو لا کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د ترکیې د بشري حقونو کمېشنر شرف ملکوچ چې د اوکراین او روسیې د استازو ترمنځ یې د خبرو کوربتوب کاوه، خبریالانو ته وویل: «دوو کمېشنرانو مشترکه غوښتنه بیان کړه- چې د رجب طیب اردوغان په مرسته د غله جاتو د انتقال د دهلیز په څېر بشردوستانه دهلیز پرانیستل شي.»