د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د هغو امریکایانو له کورنیو سره وکتل چې په روسیه کې بندیان دي


د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۵) د باسکټبال د مشهورې لوبغاړې برټني ګرینر او په روسیه کې د یو امنیتي شرکت د مسول پال ویلان د کورنیو له غړو سره چې دواړه په روسیه کې بندیان دي وکتل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر له دغو ملاقاتونو وروسته چې په جلا ډول ترسره شول په یوې بیانیه کې وویل، بایډن په خوندي ډول کور ته د برټني او پال د ستنولو په اړه په خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

بلخوا د امریکا د دولت یو شمیر چارواکو ویلي دي چې دا لیدنې ددغو امریکایي بندیانو د آزادیدو لپاره له روسیې سره په خبرو کې د موفقیت نښه نده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د جمعې په لومړیو کې وویل، روسیې تر اوسه د امریکایي بندیانو د خوشي کیدو لپاره د دولت اساسي وړاندیزونو ته ځواب ندی ویلی.

کربي‌ خبریالانو ته وویل: (( ولسمشر نه تسلیمیږي. هغه ډاډمن دی چې دا موضوع هغه او ټیم ته یې په لومړیتوب کې پاتې کیږي او د امکان تر حده به په دې اړه جدي کار وکړي.))

برټني ګرینر د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د مسکو په هوایي ډګر کې وروسته له هغه ونیول شوه چې د یو الکترونیکي سګرټ تر څنګ ورسره یو کمه اندازه د چرسو مایع وموندل شول.

د باسکټبال دغه ۳۱ کلنه لوبغاړې له یو ټیم سره د لوبیدو په هدف هغه هیواد ته تللې وه. هغه په اګست میاشت کې د یوې محکمې له خوا د نشه یي موادو د قاچاق په تور په نهه کاله زندان محکومه شوه.

ویلان چې یو پخوانی امریکایي سرتیری دی د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو خو نوموړي تل په خپله بې ګناهۍ ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دوه میاشتې مخکې په یو غیر عادي اقدام کې اعلان وکړ چې دولت روسیې ته اساسي وړاندیز کړی دی. که څه هم هغه ددې وړاندیز په اړه ډیر معلومات ورنکړل خو له موضوع څخه یو باخبره کس وویل چې امریکا روسیې ته د ویکټور بوټ د آزادۍ وړاندیز چې د (مرګ په سوداګر) مشهور دی، ورکړی دی.

د وسلو روسی چاقاق وړونکی ویکټور بوټ په ۲۰۰۸ کال کې په ټایلنډ کې تر نیول کیدو وروسته امریکا ته ولیږدول شو او په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ په یو شمیر خونړیو جګړو کې په وسلو د اورپکو د سمبالولو په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شو.

امریکا او روسیه که څه هم په اوکراین کې د مسکو د جګړې له امله پیچلې اړیکي لري خو یادو هیوادونو د اپریل په ۲۷ (غوایي اومه) یو شمیر بندیان تبادله کړل.

روسیې د تریور ریډ په نامه د امریکا د خاصو قواوو یو منسوب چې د ۲۰۱۹ کال راهیسې په روسیې کې بندي وو آزاد کړ. د روسي چارواکو په وینا ریډ پر یو روسي منسوب د برید له امله په نهه کاله بند محکوم شوی وو.

په بدل کې متحدو ایالتونو د کنستانتین یاروشینکو په نامه هغه روسۍ پیلوټه آزاده کړه چې په امریکا کې په شل کاله بند محکومه شوې وه. یاروشینکو په ۲۰۱۰ کال کې په لایبریا کې متحدو ایالتونو ته د کوکایینو د قاچاق په تور ونیول شوه او وروسته امریکا ته له لیږد وروسته په زندان محکومه شوه.

XS
SM
MD
LG