د اوکراین ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (اګست شپږمه) د بریدګرو بې پیلوټه الوتکو په مرسته د مسکو شمال ختیځ کې د روسیې د تیلو پر یو چاڼځای برید وکړ چې د ځایی روسي چارواکو په وینا، په تاسیساتو کې اور لګېدلی دی. دا ځای د مسکو څخه ۲۵۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
د یاروسلاول سیمې والي دا د اوکراین تر ټولو لوی برید ګڼلی چې په وینا یې د اور لګېدنې سربېره، څلور کسان یې ټپیان کړي هم دي.
په یوه جلا پېښه کې، د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو په یوه بل برید کې، د اوکراین له پولې سره نږدې د روسیې په بریانسک سیمه کې دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
په ورته وخت کې، د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پر بېلابېلو برخو د روسیې په جلا بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شویدي.
د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه په یوه بل اړوند پرمختګ کې، جرمني چارواکي د هغو دوو امنیتي پېښو په اړه څېړنې کوي چې د لایپزیک هوايي ډګر چارې یې ګډې وډې کړلې. دا د پوځي لوژیستیک او لیږد رالیږد لپاره یو لوی مرکز دی.
د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې چې د پولیسو یو محرم راپور ته یې اشاره کړې، بار وړونکو اوکراینۍ انټونوف الوتکو ته نږدې یوه ډورن الوتکه چې منفجره مواد پکې وو، موندل شوېده، هغه الوتکې چې ویل شوي نظامي مهمات یې لیږدول.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ دا پېښه "ترکیبې برید" بللی او د امنیتي ګواښونو د کچې د لوړېدو په اړه یې خبرداری ورکړ.
تر پر دې سربیره، یوه بار وړونکې الوتکه د مانور د ترسره کیدو پرمهال له یوه ناپيژندل شي څیز سره ولګیده کوم چې الوتکې ته یې لږ زیان ورساوه. چارواکي ددې څیز د بقایاوي د موندلو هڅه کوي څو معلومه کړي چې ولي دا پیښه شوې.
دا پیښې د الوتنو د ځنډیدو او په یاد هوایي ډګر کې د یو شمیر مسیرونو د بدلیدو لامل شوې.
د جرمني د پارلمان یوه غړي، روسیه په دې پيښو کې د لاس لرلو تورنه کړې خو روسیې تر اوسه په دې غړه غبرګون ښودلی ندی.