اوکراین د کریمیه ستراتیژیک پل په ډرونونو او توغندیو ویشتلی

اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سې‌شنبې په ورځ، د نومبر ۱۷مه، پر خپل ایکس‌پاڼه د ډرون له لارې اخیستل شوې یوه ویډیو خپره کړې چې د کریمیه ټاپووزمې او د روسیې سوېلي برخې ترمنځ د نښلوونکي مهم پل د برید وروسته وضعیت ښيي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د پل یوه برخه نړېدلې او د کرچ تنګي اوبو ته لوېدلې ده. رویټرز د پل د جوړښت، د سړکونو د مسیر، ساحلي سیمو او سمندري تاسیساتو له پرتله کولو وروسته د ویډیو ځای تایید کړی دی.

زیلینسکي لیکلي چې اوکرایني ځواکونو دغه پل د ډرونونو او توغندیو په وسیله په نښه کړی دی. هغه ویلي چې دا برید د اوکراین پر زیربناوو د روسیې د بریدونو په ځواب کې شوی او ډرونونو د پل د سړک برخه په نښه کړې ده.

د روسیې تر کنټرول لاندې د کریمیه والي ویلي چې په دغه برید کې دوه کسان وژل شوي او د پل له لارې تګ راتګ درول شوی دی. روسي پلټونکو هم ویلي چې پل په برید کې زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو د سې‌شنبې په ورځ په بروکسل کې د اوکراین د پوځي ملاتړ په اړه د رامشتاین ډلې د غړو هېوادونو غونډه رابللې ده.

ټاکل شوې وه چې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال الېبرېج کولبي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي. د غونډې مهمه موضوع د ژمي له رارسېدو مخکې اوکراین ته د نورو وسلو برابرول دي، په داسې حال کې چې روسیه د دغه هېواد پر ملکي زیربناوو هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د ناټو متحدین به له کولبي سره اروپا ته د امریکايي ځواکونو د شمېر د بیا ارزونې په اړه هم خبرې وکړي. د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي چې تمه ده په راتلونکو اوونیو کې د دې ارزونې د پایلو او د احتمالي ځواکونو د کمولو په اړه نور وضاحت ترلاسه شي.