د امریکا، روسیې او چین د مشرانو د غونډې په درشل کې مسکو او کیف په یو بل بریدونه کړي

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جکړې له پیل راهیسې اوکراین پر روسیې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) تر ټولو لوی برید کړی.

روسیې ویلي چې په دې برید کې هغه پل په نښه شوی چې روسیه له اشغال شوې کریمیا سره نښلوي. اوکراین سمدستي د برید په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۶مه) د روسیې په بریدونو کې په اوکراین کې درې ملکي وګړي ووژل شول.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي د دغه هیواد هوايي دفاعي سیستمونو په ۱۶ سېمو، کریمیا او د تورې بحیرې او ازوف بحیرې پر سر د اوکراین ۱،۳۳۶ ډرونونه راغورځولي دي.

د روسیې په سوېل کې سېمه ‌ییزو چارواکو وویل چې د کراسنودار په سېمه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. په دغه سېمه کې د ایلسکي د تېلو د تصفیې فابریکه هم ده چې اوکراین څو ځله په نښه کړې ده.

د روستوف سېمې والي یوري سلیوسار وویل:"ډرونونو د ازوف په ښار کې درې کسان ټپیان کړي دي."

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي د اوکراین بریدونو د روسیې د تېلو د تصفیې له ظرفیت څخه تر نیمايي زیات له کاره ایستلی دی؛ خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

پر اوکراین د روسیې بریدونه

د چرنیهیف ښار د پوځي ادارې مشر دیمیترو بریژینسکي پر ټیلیګرام لیکلي:" دښمن د ښار پر دوو صنعتي تاسیساتو برید وکړ. هغه زیاته کړه چې په دې برید کې دوه کسان وژل شوي دي."

سېمه ییزو سرچینو ویلي په زاپوریژیا کې د روسیې یوه ډرون د ښار په خورتیڅکي سېمه کې یوه ۶۴ کلنه ښځه ووژله او دوه نور کسان یې ټپیان کړل.

په سېمه کې یوه چارواکي میخایلو سیمیکین ویلي:" په دغه برید کې ځینې تاسیسات زیانمن شوي او یو شمېر موتر ویجاړ شوي او د ښار د پریوبراژینسکي پل پر تګ راتګ په بشپړه توګه بندیز لګېدلی دی."

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې کیدای شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اوکراین له جګړې څخه په شا شي. د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:"زما په اند، هغه تر یوه حده لږ شاتګ کړی دی. زما په فکر، هغه کولای شي لا سخت دریځ غوره کړي. په رښتیا سره، هغه کولای شي ډېر سخت دریځ خپل کړي. زما په اند، هغه شاتګ کوي. او کله چې د بریا خبره راځي، زما په فکر، په رښتیا سره هغه غواړي بریالی شي. زما په اند، هغه غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي."

په همدې حال کې د اټومي خوندیتوب تنظیموونکو ادارو چې د ۳۸ هېوادونو استازیتوب کوي او پکې د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه او متحده ایالتونه هم شامل دي، د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۶مه) خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د اټومي پېښې خطر په روان ژمي کې مخ په زیاتېدو دی؛ ځکه روسیه د برېښنا پر شبکې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د دغو تنظیموونکو ډلو د دوو ادارو مشر پیر سټرنډ رویټرز خبري اژانس ته وویل:" په څرګنده توګه په روان ژمي کې به د اټومي پېښې خطر تر ټولو لوړ وي."

زېلېنسکي: امریکا د ناټو غړیتوب په بدل کې د دونباس پرېښودو وړاندیز مطرح کړی

د امریکا، اوکراین او روسیې د استازو ترمنځ تېره اوونۍ کې په ابوظبۍ کې د خبرو اترو پر مهال هم دواړو لورو (روسیې او اوکراین) پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړ.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره شوې چې ټاکل شوې د چین په شېنژن ښار کې د امریکا، چین او روسیې د مشرانو ترمنځ لومړۍ درې اړخیزه غونډه هم ترسره شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ د خپلو دفتر له خوا خپرو شویو څرګندونو کې خبریالانو ته وویل چې امریکایي مذاکره‌ کوونکو په ابوظبۍ کې یوه نوې پوښتنه مطرح کړې وه:

که اوکراین د ناټو غړی شي، نو ایا اوکراین به له دونباس څخه خپل ځواکونه وباسي؟

هغه وویل، کییف لا هم چمتو نه دی چې خپله خاوره پرېږدي.

خو زېلېنسکي زیاته کړه، که اوکراین ته امنیتي تضمینونه، د یوه پیاوړي او ښه تمویل شوي پوځ د ساتلو امکانات او د بیارغونې لپاره مالي مرستې ورکړل شي، نو په دې اړه به ټولپوښتنه ترسره شي.

د امریکا ځانګړي استازي جېرډ کوشنر، د شنبې په ورځ پر ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي چې دواړو لورو په عامه توګه تر ټولو سخت دریځونه خپل کړي دي، خو په پټو خبرو کې دواړه لوري پوهېږي چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي جوړجاړي ته اړتیا ده.

کوشنر زیاته کړې:"زموږ ترمنځ چې د حل‌لارو موندلو ته ژمن یو، جدي او رغنده کار روان دی."

کوشنر د تېرې پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او په ډبلین کې له زېلېنسکي سره تر لیدنو وروسته پر اېکس ولیکل چې امریکایي مذاکره‌کوونکو د دواړو لورو د اندېښنو په درک کولو، د احتمالي حل‌لارو په پېژندلو او د راتلونکي لپاره د یوې لارې په ټاکلو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه وویل، د جګړې د پای ته رسولو لپاره داسې یو تلپاتې تړون ته اړتیا ده چې باوري امنیتي تضمینونه، د شخړو د مخنیوي میکانیزمونه او د تاوتریخوالي د کمولو متقابلې ژمنې پکې شاملې وي.

هغه زیاته کړه:"لا هم د دواړو لورو ترمنځ د پام وړ اختلافات شته، خو موږ له ترلاسه شوي پرمختګ څخه هیله‌ من یو."

اروپايي ټولنه: لومړی باید اوربند وشي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۶مه) په بروکسل کې په خپله غونډه کې د روسیې هغه غوښتنه رد کړه چې غواړي د جګړې تر پای ته رسېدو مخکې د اروپا د امنیتي جوړښت په اړه هوکړه وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس د غونډې ویلي:"راځئ چې اوس موضوع ګډه‌ وډه نه کړو. هغه څه چې موږ یې باید ووینو، اوربند دی. اوس مهال موږ اوربند نه وینو؛ بلکې وینو چې روسیه په رښتیا سره د جګړې شدت زیاتوي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول وویلي:"اروپا لا له وړاندې خپل امنیتي جوړښت لري؛ موږ نوي جوړښت ته اړتیا نه لرو."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو وویل، اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ نوي بندیزونه تصویب کړل چې ۱۴۵ کسان او بنسټونه په نښه کوي.

په دغو بندیزونو کې نږدې ۵۰ روسي بانکونه او د روسیې د تر ټولو لوی انلاین پلورنځي وایلډبېریز مشره تاتیانا کیم هم شامله ده.

بلخوا کرملین وايي، د روسیې پر وړاندې د نورو بندیزونو لګولو په اړه د بروکسل ژمنې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.

اروپايي مشرانو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې په ډولین کې په یوه سرمشریزه کې پرېکړه وکړه چې د پنځو هېوادونو، یعنې بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او پولنډ امنیتي سلاکاران، د اروپايي ټولنې له لوړپوړو چارواکو سره یوځای د اروپا هغه ټیم جوړ کړي چې په راتلونکو سوله‌ ییزو خبرو اترو کې به استازیتوب کوي.

​
XS
SM
MD
LG