د اوکراین چارواکي وايي، روسیې د چهارشنبې په سهار ( اګست پنځمه) د اوکراین پر پلازمېنې کییف او شاوخوا سیمو د بالستیک توغندیو په لسګونو بریدونه کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او یو شمېر لوژستیکي مرکزونه او ګودامونه ویجاړ شوي دي.
د کییف د بروواري سیمې د پوځي ادارې مشر ولودیمیر بیهون وویل، د کویتنېوي د اورګاډي تمځای په شاوخوا کې لږ تر لږه اته مړي موندل شوي دي. د هغه په وینا، د اورګاډي د خدمتونو د ځنډېدو له امله یو شمېر کسان له خپل وروستي ریل څخه پاتې شوي وو او په تمځاي کې انتظار کاوي.
بیهون وویل، تراوسه د اتو کسانو وژل تایید شوې دي، خو د نورو وژل شویو کسانو د شمېر په اړه لا هم پلټنه روانه ده. نوموړي زیاته کړه چې شاوخوا ۱۲ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او تر بیړنۍ درملنې لاندې دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، د برید اصلي هدف ګودامونه، زیربناوې او د اورګاډي یو تمځای وو. هغه وویل چې د خوراکي توکو د وېش مرکزونه، د ساختماني موادو ګودامونه، د مشروباتو د یوه شرکت ودانۍ او نور ملکي لوژستیکي مرکزونه هم زیانمن شوي دي.
د بروواري چارواکي وايي، په ولسوالۍ کې د برید لږ تر لږه پنځه ستر ځایونه مشخص شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت بیا ویلي چې ځواکونو یې په کییف او شاوخوا سیمه کې اووه لوژستیکي مرکزونه په نښه کړي دي. مسکو ادعا کړې چې دغو مرکزونو څخه د بېپیلوټه الوتکو د پرزو د ساتلو او توغول کیدو لپاره کار اخیستل کیده.
اوکراین د تېرو څه باندې څلورو کلونو جګړې پر مهال، د لویدیځو هېوادونو د میلیاردونو ډالرو مالي مرستو په ملاتړ، خپل اقتصاد تر ډېره فعال ساتلی، خو سږ کال د جګړې له امله سوداګریزو شرکتونو ته زیانونه زیات شوي دي.
د اوکراین صدراعظم سرهي کوریتسکي، چې تېره میاشت د حکومتي بدلونونو په ترڅ کې دې دندې ته ټاکل شوی، ویلي چې حکومت به له سوداګریزو شرکتونو سره بېړنۍ غونډه وکړي، څو د لوژستیکي او سوداګریزو فعالیتونو د دوام لپاره لارې چارې وموندل شي.
بلخوا، اوکراین هم د روسیې دننه د لوژستیکي مرکزونو په نښه کولو ته دوام ورکړی. د اوکراین ځواکونو تېره شپه د روسیې د انلاین پرچون پلورونکي «وایلډبېریز» یو لوژستیکي مرکز په نښه کړی دی.
روسیه او اوکراین دواړه په دې جګړه کې، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له یرغل وروسته پیل شوې، د ملکي وګړو د قصدي په نښه کولو ادعا ردوي.