عربستان او حوثیانو په یمن کې پر یو بل تازه بریدونه کړي دي

په داسې حال کې چې د جګړه ځپلي یمن په څو برخو کې سختې جګړې روانې دي، سعودي عربستان او د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو د چارشنبې په ورځ (سپټمبر ۱۶) پر بل نوي هوایي بریدونه کړي.

په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت د ترهګرۍ د ګواښ له امله امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی چې د یمن پولو ته سفر ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي امریکایان باید د ترهګرۍ، بې ثباتۍ، جرمونو، روغتیایي خطرونو، تښتونو او ماینونو د خطر له امله "د هیڅ دلیل لپاره" یمن ته سفر ونکړي.

په یمن کې حوثي یاغیانو په خپلو وروستیو پرمختګونو کې د سرې بحیرې او باب المندب، چې د نړۍ د سوداګرۍ یوه مهمه لار ده، پراخې سیمې ونیولې. امریکا حوثیانو ته د سمندري کښتیو د تګ راتګ په وړاندې د خنډ د رامنځ ته کولو له امله خبرداری ورکړی او له دې ډلې یې غوښتي چې په یمن کې دننه او د سعودي په خاورې بریدونه بند کړي.

د سعودي له ملاتړ څخه برخمنو یمنیانو د چارشنبې په ورځ په تعز او مارب ولایتونو کې د حوثيانو پر پوستو هوايي بریدونه ورکړل.

دولتي رسنیو وویل چې یمني پوځ د تعز لوېدیځ ته د القضاه جبهه کې پر حوثي ملیشو، د هغوی پر مرکزونو او اډو بریدونه کړي دي. حکومت دا هم وویل چې د مارب په جنوبي جبهو کې سختې نښتې شوې او ادعا یې کړې چې حوثيانو ته یې زیانونه اړولې دي.

حوثیانو، چې د امریکا لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل کیږي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغوی پر سعودي عربستان دوه نوي هوايي بریدونه کړي، په ینبع کې یې د ارامکو تاسیسات د لسګونو بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړي او د خميس مشيط هوايي اډه یې په بالستیک توغندیو ویشتلې ده.

حوثیانو ادعا کړې چې سعودي عربستان په دې اونۍ کې د خميس مشيط او طائف له هوايي اډو څخه د F-15 او ټيفون الوتکو په کارولو سره څه باندې ۴۵۰ هوایي بریدونه ترسره کیږي. حوثیانو ویلي دي چې د سعودي F-15 جنګي الوتکه یې غورځولې، که څه هم دا خبره تر اوسه په خپلواک ډول تایید شوې نده.

حوثیانو ژمنه کړې چې د سعودي په خاوره کې "دننه بریدونو" ته به دوام ورکړي ترڅو هغه څه په نښه کړي چې دوی یې "د سعودي د ځواکونو د اکمال او تجهیز سیمه" بولي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې مصر، اردن، بحرین، کویټ، مالیزیا او یو شمیر نور هیوادونه شامل دي، د نړۍ په کچه د یمن د پیژندل شوي حکومت ملاتړ کوي. دغه ائتلاف د چهارشنبې په ورځ وویل یوه بې پیلوټه الوتکه چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې هوايي حریم ته یې د ننوتلو هڅه کوله له منځه وړې، هغه برید چې د مسلمانانو هیوادونو او مشرانو له خوا غندل شوی دی.

د یاد ائتلاف ویاند جنرال ترکي المالکي وویل چې د سعودي عربستان هوایي دفاعي سیستم دغه ډرون د سه شنبې ناوخته له منځه وړی دی.

المالکي په یوه اعلامیه کې وویل: "د دوو مقدسو جوماتونو او زایرینو امنیت سره کرښه ګڼل کیږي، او د ائتلاف د ګډو ځواکونو قومانداني به د ترهګرې حوثي ملیشې ډلې او د هغې د دښمنانه او ترهګریز چلند پر وړاندې د اړینو او مخنیوي اقداماتو په ترسره کولو کې له هیڅ ډول ځنډ څخه کار وانخلي."

ملګرو ملتونو ویلي چې یوازې په دې میاشت کې په یمن کې شاوخوا ۱۲۵ زره کسان بې ځایه شوي دي.