د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي په مشرۍ ایتلاف: په مکې باندې مو د حوثیانو برید شند کړ

تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي چې حوثي یاغیانو په مکې باندې د بي پیلوټه الوتکې برید کړی خو هغوی دا برید شنډ کړی او الوتکه یې غورځولې ده.

د دغه ائتلاف ویاند ترکي المالکي نن چهارشنبه (سپتمبر۱۶) وویل چې د حوثیانو بې پیلوټه الوتکه یې د «مسلمانانو د مقدس ځای مکې د جنوب هوايي حریم ته تر داخلېدو مخکې» وېشتلې ده.

نوموړي وویل دغه ایتلاف، چې له حوثیانو سره جګړه کوي، د دې ډلې پر ضد به نور اقدامات کوي چې په اینده کې د دا ډول بریدونو او هڅو مخه ونیول شي.

المالکي وویل دا دویم ځل دی چې حوثیانو په مکې باندې د برید هڅه کوي، د هغه په خبره تېر ځل یې د ۲۰۱۷ کال د جولای په میاشت کې د بالستیک میزایلو یو برید کړی و.

د سعودي عربستان حکومت د حوثیانو له بریدونو وروسته په مکې او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې خلکو ته امنیتي خبرداری خپور کړی دی.

حوثیان، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، دا ادعا رد کړې ده چې ګنې په مکې باندې یې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی. د رویټرز د راپور په اساس، د دغې ډلې یو ویاند ویلي دي چې دوی د مکې په څېر سپڅلیو ځایونو ته هېڅ ډول خطر نه پېښوي.

حوثیان ادعا کوي چې د سعودي عربستان په ځینو پوځي تاسیساتو باندې یې بریدونه کړي او غچ یې اخیستی دی.

حوثیانو د سرې بحیرې ځینې برخې نیولې دي، چې پر باب المندب کنترول ته لاره هواروي. د هرمز تنګي له بندېدو وروسته، باب المندب د سعودي عربستان د تیلو د صادراتو عمده لار بلل کېږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG