د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر: ریاض به د حوثیانو بریدونو ته 'جدي' ځواب ورکړي

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شاهزاده عبدالعزیز بن سلمان د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۲) وویل چې پر دغه هېواد باندې د ایراني پلوه حوثي وسله والو بریدونه جدي دي او ریاض به «په مساوي اندازه جدي» ځواب ورکوي.

په تېرو دوو اونیو کې، د نړۍ د تیلو ستر صادروونکي سعودي عربستان باندې د حوثیانو په بریدونو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

شاهزاده عبدالعزیز په ریاض کې د انرژۍ په اړه جوړې شوې غونډې ته د خبرو په مهال د حوثیانو بریدونو ته په اشارې، وویل، "د ټولو لپاره د انرژۍ له خونديتوب پرته، د ټولو لپاره د انرژۍ راتلونکی نه شي تضمین کېدای. د انرژۍ خونديتوب او د انرژۍ انتقال باید په ګډه او هممهاله توګه پر مخ ولاړ شي."

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱) د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په یو تازه برید کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او نږدې ۱۲ نور ټپیان شوي دي. حوثيانو ادعا کړې چې د ملک خالد پر هوایي ډګر باندې د یکشنبې برید برسېره د شنبې د ورځې برید هم دوي کړی چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول او له ۳۰۰ څخه زیات ټپیان شول.

غبرګونونه

په عین وخت کې، ترکیې، پاکستان او مصر د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱) د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر بریدونه وغندل او دا یې «خطرناک تاوتریخوالی» وباله چې «په هیڅ ډول د توجیه کېدو او منلو وړ نه دی.»

د سیمې د څلورو هېوادونو ډلې (ترکیې، پاکستان، مصر او سعودي عربستان) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «دا ډله حوثي ملیشه په بشپړه توګه د دغو بریدونو د پایلو او هغو اغېزو مسؤله بولي چې د سیمې او نړۍ امن او ثبات ګواښي، او د دغو بریدونو د سمدستي او بې قید او شرطه بندېدو غوښتنه کوي.»

ترکیې، پاکستان او مصر له سعودي عربستان سره خپل پیوستون یو ځل بیا تکرار کړی او د هغو «مشروع اقداماتو او ګامونو» ملاتړ یې اعلان کړ چې ریاض یې د دغو بریدونو د مخنیوي، د ګواښونو د دفع کولو او د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره ترسره کوي.

د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر باندې د شنبې د برید وروسته د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید یو "ډاروونکی" عمل وباله او ویې ویل چې د حوثيانو پر وړاندې په دفاع کې د متحدو ایالتونو د ګډون په اړه به غور وکړي.

دا مطلب هم ولولئ

ټرمپ د ریاض پر هوایي ډګر د حوثيانو برید 'ډاروونکی' وباله

حوثیانو د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱) هوایي شرکتونو، مسافرو او د هوایي ډګر مامورینو ته خبرداری ورکړ چې د سعودي عربستان هوایي ډګرونو ته رانږدې نشي.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر چارې ځنډېدلي او د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۲) هم زیاتره پروازونه لغوه شوي دي.

ترکیې او پاکستان د اګست په میاشت کې له سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي. تیره اوونۍ دغو هېوادونو وویل چې د حوثیانو د بریدونو په ترڅ کې یې د خپلو ګډو دفاعي ژمنو د عملي کولو او په سعودي عربستان کې د ځواکونو او دفاعي وړتیاوو د «چټک ځای پر ځای کولو» په اړه هوکړه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، وویل چې انقره په دې اړه غور کوي چې څنګه له سعودي عربستان سره مرسته کولی شي، خو سعودي ته یې د ترکي سرتېرو د استولو او په تعرضي عملیاتو کې د ترکیې د ګډون احتمال رد کړ. ترکي چاواکو ویلي چې ریاض ته تر ډېره دفاعي او تخنیکي ملاتړ لېږي.

د سعودي عربستان لپاره د ترکیې ملاتړ په دې پورې تړلی ګڼل کیږي چې د ترکیې پارلمان د «مکې ګډ دفاعي تړون» تصویب کړي. تمه کېږي چې دغه تړون په راتلونکو څو ورځو کې پارلمان ته وړاندې شي.

ترکیه، چې د ناټو دوهم ستر پوځ او پیاوړی دفاعي صنعت لري، سعودي عربستان ته یې دفاعي تجهیزات برابر کړي او همدارنګه یې د سعودي په مشرۍ له هغه ائتلاف سره د یوځای کېدو هوکړه کړې چې په سره سمندر کې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب لپاره جوړ شوی دی.