سعودي عربستان: د مدینې پر ښار د برید مخنیوی شوی

په یمن کې د ایران پلوه حوثي وسله والو سره په جګړه بوخت د سعودي په مشرۍ ایتلاف د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۵) وویل چې د سعودي عربستان د مدینې پر سپیڅلي ښار یې د توغندي یو برید شنډ کړی او ددغه هېواد پر ختیځه برخه باندې د یو بل برید مخنیوی شوی دی.

د یمن حکومت پلوي ځواکونو ویلي چې حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه د مدینې پر لور او یو توغندی د ریاض پر لور توغولی و، خو د دواړو بریدونو مخنیوی شوی دی.

حوثیانو که څه هم پر مدینې باندې د تازه برید مسئولیت ندی منلی خو په سعودي عربستان باندې یې د وروستیو نورو بریدونه مسئولیت اخیستی دی.

پر مدینې باندې دوه اونۍ وړاندې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې هغه بریښنا کوټ ته زیان اوښتی و چې ددغه ښار مشهور نبوي جومات ته برېښنا برابروي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف تېره میاشت وویل چې حوثي یاغیانو د مکې پر سپیڅلي ښار باندې هم د بي پیلوټه الوتکې برید کړی خو دا برید شنډ شوی دی.

حوثیانو د اسلام پر دواړو سپیڅلو ښارونو باندې د بریدونو مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

دا مطلب هم ولولئ

د سعودي په مشرۍ ایتلاف: په مکې باندې مو د حوثیانو برید شند کړ

په سعودي عربستان باندې د حوثیانو بریدونو د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۵) اعلان وکړ چې د خلیج له هېوادونو سره هغه سرمشریزه یې ځنډولې ده چې ټاکل شوې وه د اکتوبر په ۲۴مه په سعودي عربستان کې ترسره شي.

اروپايي ټولنې د دې ځنډ دقیق لامل ندی ښودلی او ویلي یې دي چې ددې ناستې نوې نېټه به "په مناسب وخت کې" اعلان شي.

په سعودي عربستان کې د ارپايي اتحادیې موخه د سعودي او د خلیج له نورو هېوادونو سره د یووالي او ملاتړ څرګندول ښودل شوي وو او ځنډېدل یې په دغه سیمه کې د وضعیت جدي کیدل په ګوته کوي.

تېره اونۍ د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر باندې په بریدونو کې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د دغو بریدونو مسؤلیت حوثیانو پر غاړه واخیست.

ټاکل شوې وه چې په سعودي عربستان کې د اروپايي ټولنې د غونډې ګډون کوونکي او لوړپوړي چارواکي دغه هوايي ډګر ته پرواز وکړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سعودي عربستان باندې د حوثي وسله والو پر بریدونو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه ډله «ښايي د ایران په لمسون بیا راڅرګنده شوې» وي.

دا مطلب هم ولولئ

ولسمشر ټرمپ پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه وغندل

په عین وخت کې، د حوثیانو ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې د دوی ځواکونو په ظهران ښار کې د سعودي د تیلو پر ستر شرکت ارامکو ، د ریاض پر یوه تصفیه خانه او د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر باندې بریدونه کړي دي. نوموړي ویلي چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه به دوام ومومي.

د سعودي د انرژۍ وزارت تائید کړې چې په ظهران کې د ارامکو اړوند یوې ودانۍ کې اور لګېدلی خو مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د شنډو شویو توغندیو د ټوټو د راپریوتو له امله په پایتخت ریاض کې په یو شمېر کورونه زیانمن شوي او څلور کسان ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې ایتلافي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د یمن د پلازمېنې صنعا پر هغو سیمو نوې هوايي بریدونه وکړل چې د حوثيانو تر کنټرول لاندې دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې وشول چې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو او د سعودي په مشرۍ ایتلاف د سې شنبې په شپه پر یو بل متقابل بریدونه وکړل.

دا پیښې داسې مهال رامنځته کېږي چې د یمن جګړه له څو کلونو نسبي ارامۍ وروسته یو ځل بیا ګرمه شوې او د حوثیانو او سعودي ملاتړ لرونکو ځواکونو ترمنځ نښتې په ځانګړې توګه د سور سمندرګي په ساحلي سیمو کې پراخې شوې دي.