هګسیت: داسې پوځ جوړوو چې دښمنان ترې وډار شي

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر نن پنجشنبې (اپریل ۳۰) د کانګرس د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو په کمیټه کې د امریکا د ۱.۵ تریلیون ډالرو دفاعي بودیجې د طرحې دفاع وکړه.

نوموړي ددغې غونډې په پیل کې ددې بودیجې په اړتیا په ټینګار سره وویل د امریکا اوسنی حکومت غواړي داسې پوځ جوړ کړي چې د امریکایانو د ویاړ او د دښمنانو د ویرې سبب شي.

هګسیت وویل:"د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د جګړې د وزارت د بریا غوره بیلګه د ځواکونو تاریخي جذب او زموږ په لیکو کې د تاریخې روحیې شتون دی."

بلخوا د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز د نن ورځې په استماعیه غونډه کې وویل د دا ډول بودیجې درلودل د امریکا د دفاعي قدرت د پیاوړي کیدو او د امریکا د دښمنانو څخه د امریکایي ځواکونو د ساتلو لپاره اړینه ده.

بلخوا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ (اپریل ۲۹) په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل امریکایي ځواکونه اوس داسې فوق العاده جنګي تجهیزات په واک کې لري چې کولی شي د ایران بې پیلوټه الوتکې وولي او نسکورې کړي.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت او ددغه هیواد د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز جنران ډن کین د چهار شنبې په ورځ د کانګرس د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې په استماعیه غونډه کې د ایران د جګړې او د ۲۰۲۷ کال لپاره د پنټاګون د غوښتل شوي بودیجې په اړه وضاحت ورکړ.

کانګرس کې د واشنګټن استازي دیموکرات ادم سمت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه وویل: "د جګړې د پیل څخه، د ایران اټومي قابلیت له هیڅ اړخه کمزوری شوی ندی. او اوسمهال د خبرو پرمهال، هغه څه چې ایران وایي، پیسې راکړئ چې د هرمز تنګی خلاص کړو. دا د هغوی دریځ دی، کوم چې په بشپړ ډول د منلو وړ ندی، زه موافق یم. د یادونې وړ ده چې د هرمز تنګی د جګړې له پیل مخکې خلاص وو موږ اوس خبري کوو چې بیرته پخواني حالت ته ستانه شو. "

د جګړې وزیر پیټ هګسیت وویل دی ددې مفکورې له اساس سره مشکل لري: "ولسمشر ټرمپ روښانه دریځ درلود، د قاسم سلیماني له وژلو څخه بیا د ایران له تړون څخه تر وتلو، د نیمې شپې څټک، او اوس دا هڅه چې تاسې باید داسې یو دښمن کمزوری کړئ چې غواړي اټومي وسلې ترلاسه کړي او داسې ځای ته یې ورسوئ چې هغوی مذاکراتو ته راشي او داسې حالت کې یې پریږدۍ چې بیا یې هیڅ وخت ونلري. "

کانګرس کې د میسیسیپي جمهوري غوښتونکي استازي ټرنټ کیلي په ایران کې د جګړې د هڅو ملاتړ وکړ: "ایران د ۱۹۷۹ کال راهیسې د متحدو ایالتونو سره په جګړه کې دی، سره له دې چې موږ ددې پخلی ندی کړی – دا که حزب الله ، یا حوثيان، حماس او یا هم د اټومي وسلو ترلاسه کول او یا هم په هر ځای کې د ویرې خپرول وي.

هګسیت د کیلي سره په هوکړه کې وویل: "بې له شکه، د ۴۷ کلونو راهیسې، د بیروت څخه نیولې بیا تر بغداد پورې، ایران په نړۍ کې د تر ټولو خطرناکه وسلو د ترلاسه کولو هڅه کړې څو مرګ پر امریکا موخې ته ورسیږي. "

هګسیت د خپل وزارت د بودیجې دفاع وکړه او هغه یې تاریخي او معقوله کلنۍ بودیجه یاده کړه او ویې ویل دا بودیجه به د یاد وزارت سره مرسته وکړي چې د جګړې له لومړیو کرښو څخه نیولې بیا تر فابریکو پورې د امریکایي ځواکونو د له منځه وړلو او ژغورلو د قابلیتونو په زیاتیدو کې د دقیق تمرکز فرصت ورکړي.

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز جنرال ډن کین د بودیجې د اهدافو په اړه بحث وکړ: " زموږ مشترک اهداف دادي چې مطمین شو ګډ ځواکونه ستراتیژیک نوښتونه او برتري وساتي، د امریکا قدرت وښیي او نړیوالو ننګونو ته زموږ د هیواد د شرایطو له مخې ځواب وویل شي. "

د پنټاګون د مالي چارو سرپرست جولس هرست د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې غړو ته وویل چې د ایران په وړاندې د جګړې لګښت تر اوسه ۲۵ میلیارده ډالره دی.