د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ وايي چې امریکا په جرمني کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د احتمالي کمولو ارزونه کوي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اپریل ۲۹مه د خپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشیل په یوه پوسټ کې لیکلي چې په " لنډ وخت کې" به "یوه پریکړه" وشي.
د امریکا پوځ په جرمني کې د پام وړ حضور لري، چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته دورې میراث دی. د امریکا د جګړې وزارت د شمېرو له مخې، د تېر کال د ډسمبر تر پایه څه باندې ۳۶ زره فعال امریکايي سرتېري هلته مېشت وو. جرمني همداراز د په اروپا کې د امریکا د قوماندانۍ او د افریقا د مرکزي دفترونه کوربتوب کوي، او رامستاین هوایي اډه د امریکايي عملیاتو لپاره یو مهم مرکز ګڼل کېږي.
دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ولسمشر ټرمپ او د جرمني د صدراعظم فریدرش مرز ترمنځ د ایران د جګړې په اړه ښکاره اختلافات رامنځته شول.
مرز د دې اونۍ په پیل کې، د پوهنتون محصلینو ته وویل چې متحده ایالتونه د ایراني مرکچیانو له خوا "سپک" کېږي او زیاته یې کړه چې واشنګټن "په څرګنده توګه کومه ستراتیژي نه لري."
ټرمپ د سې شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ځواب ورکړ او صدراعظم مرز یې تورن کړ چې ګواکې "د ایران لپاره د اټومي وسلې لرل سم ګڼي" او ویې ویل چې صدراعظم "نه پوهېږي چې څه وایي."
مرز د پنجشنبې په ورځ په یوې پوځي اډې کې د وینا پر مهال د اتلانتیک سمندر دواړو غاړو د ملګرتیا او د ناټو سره د جرمني پر ژمنې بیا ټینګار وکړ، خو د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته یې مستقیم ځواب ورنه کړ.
دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر ټرمپ د ځواکونو د کمولو موضوع راپورته کوي. ولسمشر ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې، د خپلې لومړۍ دورې پر مهال، له جرمني څخه د شاوخوا ۱۲ زرو سرتېرو د ایستلو پلان اعلان کړ، خو وروسته د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر جو بایډن له خوا بېرته لغوه شو.
په ۲۰۲۳ کال کې تصویب شوی د کانګرس قانون ولسمشر ته اجازه نه ورکوي چې د کانګرس له تصویب پرته متحده ایالتونه له ناټو څخه وباسي.
فورم \ دبحث خونه