د هند رسنۍ وايي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پلوامه په سیمه کې د هند پر نیمه پوځي پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.
رویټرز اژانس وايي چې په برید کې ۴۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي.
اسوشیتد پرس وايي چې په پاکستان کې مېشتې د جیش محمد ډلې رسنیو ته په استول شوې پيغام کې ویلي دي چې په دغه برید کې د دوی لاس دی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي چې له خپل امنیتي سلاکار سره یې د پلوامه په اوسني وضعیت خبرې کړي دي.
PM @narendramodi spoke to the National Security Advisor and took stock of the situation regarding the attack in Pulwama, Jammu and Kashmir.
— PMO India (@PMOIndia) February 14, 2019
چارواکي وايي د (احتیاطي پولیسو د مرکزي ادارې) د موټرو کاروان له جمو څخه سرېنګر ته روان و چې ځانمرګی پرې وشو.
دا په دوو لسیزو کې دغلته دا د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.
د هند پولیس وايي چې بریدګر، عادل احمد، نومیږي او د همدغې سیمې د پلوامه اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸م له جیش محمد سره یو ځای شوی و.