د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر سره 'خواخوږي' او د ارمان په قتل 'خاموشي'


پاکستان هر کال د فرورۍ پنځمه نیټه د کشمیر د ولس سره د خواخوږۍ او د هغوي د خپلواکۍ د حق سره د ملاتړ د څرگندولو په مناسبت لمانځي

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د هندي کشمیر د ولس په پلوۍ احتجاجونه وشول چې د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري او بشري حقونه یې خوندي شي. له بلې خوا پولیسو د پښتون تحفظ تح‏ریک د غړي ارمان لوڼي د قتل ضد احتجاج کونکي نیولي دي.

د پاکستان د صدراعظم په شمول په لسگونو تنو حکومتي او پوځي مامورانو د کشمیریانو د اساسي حقونو په ملاتړ پیغامونه خپاره کړل. صدراعظم عمران خان په خپل ټویټ کې ولیکل:

"نن په کشمیر کې د هغه ځای ولس د هند د عسکرو د ظلمونو خلاف لاریون کړیدی چې د هند د قبضې نه ځانونه ازاد کړي. د هند پوځ د یاغیانو سره نه بلکه د کشمیر د ټول ولس سره جنگ کوي. پکار ده د نړۍ ټول په ازادۍ مین کسان د کشمیریانو ملاتړ وکړي."

د یادونې وړ ده چې عمران خان تر اوسه پورې د ارمان لوڼي په اړه ټویټ یا کومې خرگندونې ندي کړي.

د عمران خان د دغه ټویټ په ځواب کې د بشري حقونو ځینو فعالانو په هغه پورې ملنډې وکړي چې په خپل ملک کې یې د پښتنو او بلوڅانو سره ناوړه چلند کیږي او خان د گاونډیانو غم خوري.

د پښتون تح‏ریک مشر منظور پښتون د خپل ملگري ارمان لوڼي د قتل په ضد د احتجاجونو غږ کړی و چې په ځواب کې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه وشول.

د پاکستان پولیسو تروسه پورې په لسگونه تنه نیولي دي.

د اسلام اباد د مطبوعاتو د دفتر مخې ته احتجاج کونکو کې د تحریک یوه مخکښه ملاتړي گلالۍ اسماعیل هم نیول شویده.

د گلالۍ اسماعیل خور شغلې گلالۍ د عمران خان ټویټ ته په ځواب کې لیکلي

"ټول پښتانه د حکومت د ظلم خلاف یوموټی شویدي. نن په ټول ملک کې خلک د ارمان لوڼي لپاره را یوځاې شوي و خو حکومت ونیول.عمران خان، د گاونډي ملکونه نه مخکې په خپل ملک یو نظر وکړه. باید تا ته په دغو تورو چشمو کې څه نه ښکاري."

د پاکستان د مالي چارو وزیر اسد عمر د کشمیریانو سره د خواخوږۍ څرگندولو په هدف یو ټویټ وکړ.

د بشري حقونو فعالې مدیحه طاهر ورته څه داسې ځواب ووایه:

"دا د کشمیریانو مبارزې ته سپکاوی دی چې دا دې د پي ټي ایم خلاف د جنایتونو د پټولو لپاره استعمال شي. د پي ټي ایم سوله ایز غړي نیول کیږي، قتل کیږي او د ترهگرۍ دروغ قضیې پرې جوړیږي."

د پاکستان پولیسو د پي ټي ایم د غړیو له قوله د ٩٠ کسانو نه زیات احتجاج کونکي نیولي دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG