طالبانو په غور ولایت کې د دریو ښځو په ګډون اوه تنه په دُرو وهلي

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د ښځو په ګډون تورن په دُرو وهلي او لږ ترلږه درې تنه یې اعدام کړي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د شنبې په ورځ سپټمبر اووم ( وږي ۱۷) د غور په ولایت کې ددغې محمکې د پریکړې له مخې د دریو ښځو په ګډون اوه تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې "دا کسان د کور څخه د تیښتې، خصوصي حریم او زنا" په تورونو نیول شوي وو او پر هغوی تعزیري حکم ددغې محکمې د چارواکو او سلګونو کسانو په شتون کې په دغه ولایت کې تطبق شوی دی.

ددې محکمې د معلوماتو له مخې د دریو ښځو په ګډون دا اوه تنه د ۲۹ ډُرو څخه تر ۳۹دُرو وهل شوي او هم د څلورو میاشتو څخه تر څلورو کلنو په بند باندې هم محکوم شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې په مختلفو ولایتونو کې د ښځو په ګډون تورن په دُرو وهلي او لږ ترلږه درې تنه یې په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د نړیوالې ټولنې له خوا په عام محضر کې د بدني سزاګانو د ورکولو سره د پرله پسې مخالفت او انتقادوتو سره سره طالبانو دا لړۍ جارې ساتلې ده او په دې وروستیو اونیو کې تورنو ته ددغسې سزاګانو په ورکولو په کې زیاتوالی راوړی دی. طالبانوددغسې سزاګانو د ورکولو څخه دفاع کړې او دا ډول سزاګانې یې د " ټولنې لپاره عبرت" ګڼلی دی.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه وروستۍ وینا کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو ته یې د کوچني اختر په مناسبت کړې وه د قصاص او بدني مجازاتو په ګډون د شرعي حدودو د تطبیق څخه دفاع کړې وه او دا ډول کړنې یې د اسلامي قوانینو مطابق ګڼلې وې. هبت الله اخوندزاده ویلي و چې اسلامي قوانین به لکه څنګه چې د مسلمانانو د پیغمبرمحمد (ص) په زمانه کې تطبیق کیدل هغسې تطبیق کړي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د بامیان او میدان وردک په ولایتونو کې هم څلورو تنو ته بدني سزاګانې ورکړې وې. دوه ښځینه تورونو ته د کور څخه د تیښتې او دوو سړیو ته د لواطت په تور په دغو دوو ولایتونو کې فزیکي سزګانې ورکړل شوې وې.

ددې دمخه د رواداري بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه کوي په یو راپور کې ویلي وو چې طالبانو پر افغانستان باندې په درې کلنه واکمنۍ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي، سنګسار کړي دي