د لاس رسي وړ اتصالات

هیدربار: د سنګسار مسله باید دوحه کې د امریکا او طالبانو د خبرو په اجندا کې شامله شي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ په دوحه کې د دې اونۍ په پای کې د خبرو د پیل وړاندې د بشري حقونو سازمان (HRW) د ښځو د څانګې مرستیالې هیدربار ویلي، چې باید د دغو خبرو په اجندا کې د نورو بشري مسلو ترڅنګ د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې د سنګسارولو مسلې ته هم ځای ورکړل شي.

میرمن بار د جمعې په ورځ جولای ۲۸ (زمري شپږم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، اړتیا ده چې د سنګسارولو پای ته رسیدلو، د مطیع الله ویسا خلاصون، د ښځینه او بهرنیو خبریالانو په ګډون د خبریالانو ځپلو پای ته رسیدل او د افغان میرمنواو نجونو د ټولو حقونو خوندیتوب مسلې باید د دوحې د غونډې په اجندا کې شاملې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړی استازی ټام ویسټ او په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري به په روانه اونۍ کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو او د "افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو" سره لیده کاته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه امریکايي پلاوی به د طالبانو د استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو د یو پلاوي سره ددغه هیواد په اړوند اساسي مسایلو باندې خبرې وکړي.

په دې خبر پاڼه کې ویل شوي: "د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د جولای ۲۷ (زمري پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ددغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی به به د قطري چارواکو سره هم په دوو اړخیزو مسلو خبرې وکړي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د افغانستان لپاره په دې خبرو کې به د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري."

د امریکا د متحده ایالاتو یو شمیر چارواکو دمخه د طالبانو د مشرانو سره په پرله پسې ډول کتلي دي، خو دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي پلاوی د طالبانو د حکومت د لوړو چارواکو ترڅنګ د ځینو وزارتونو د تکنوکراتانو سره هم خبرې کوي.

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ دا کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو دوو کلنو پوره کیدو ته له شلو ورځو کمې ورځې پاتې دي.

د بشري حقونو د سازمان مرستیالې په افغانستان کې عام محضر کې د سنګسارولو په مسله باندې دا اندیښې په داسې حال کې څرګندې کړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د جمعې په ورځ جولای ۲۸ (زمري شپږم) د یوې ځوانې نجلې او یو ځوان هلک د سنګسارولو په اړه ناتائید شوي رپوټونه خپاره شوې دي.

د بغلان په ولایت کې طالبانو ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته وویل، چې د جمعې په ورځ په دغه ولایت کې د سنګسارولو مسلې څخه خبرنه دي. دغو سرچینو تائید کړې، چې دا نجلې او هلک د طالبانو په بند کې دي. خو ددغو دوو بندیانو د کورنیو غړو د هغوی د سنګسارولو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان واک ته د رسیدلو وروسته تراوسه په فراه او لغمان ولایتونو کې په عام محضر کې قصاص د حکم د تطبیق په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځو او سړو ته د اسلامي شریعت مطابق بدني سزاګانې ورکړي دي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ویلي، چې په افغانستان کې محکمې د اسلامي شریعت د اصولو پر اساس فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG