د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالو او د کرښې په اوږدو کې د جګړو د پای ته رسیدو په هدف په چین کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي دي.

امریکا غږ د کابل او اسلام اباد ترمنځ په خبرو کې د دغه نوي پرمختګ په اړه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نظر غوښتی، خو د دغه راپور تر لیکلو پورې هغوی لا غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر امریکا غږ ته په یو استول شوي بیان کې دواړه لوري هڅولي وو چې خپلې شخړې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو ننګ د جمعې په ورځ (اپریل ۳) وویل چې د یاد هیواد په اورومچي کې د طالب او پاکستاني چارواکو خبرې د پرمختګ په حال کې دي.

طالبانو او پاکستاني چارواکو نن جمعه (اپریل درېیمه) ددغو خبرو په اړه څه ندي ویلي خو دواړو لورو د پنجشنبې په ورځ د خپرو په اړه وویل چې هڅه کوي د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته تاوتریخوالو ته د حل لار پیدا کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ضیا احمد تکل ویلي دې چې په دې غونډه کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د مؤثر مدیریت په اړه هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزو ته حل لار پیدا کړي.

اسلام اباد پر افغان طالبانو تور پوري کوي چې د هغه هیواد مخالفو وسلوالو ته یې ځای ورکړی او دغه جنګیالي له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

یو شمیر پاکستاني رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند طاهر اندرابي له قوله راپور ورکړي چې د چین په اورومچي کې به روانې خبرې د پاکستان د پوځي اقداماتو په دوام اغیز ونه کړي.

خو افغان طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوي رد کړي دي او ویلي دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو پر ضد کار واخیستل شي.