د ترکیې د چارواکو په وینا، د افغان کډوالو یوه چټکه کښتۍ چې غوښتل یې د اېجین سمندر له لارې اروپا ته ځان ورسوي، د چهارشنبې په ورځ د اپریل لومړۍ د سختو څپو په منځ کې واوښته چې د یوه ماشوم په شمول پکې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول.
د ترکیې ساحلي ساتونکو ویلي، دغه کښتۍ چې لسګونه کډوال پکې سپاره وو، د درېدو پرلهپسې خبرداریي یې له پامه وغورځول او په تیز سرعت یې د تېښتې هڅه وکړه چې بیا د سختو څپو له امله واوښتله.
په دې پیښه کې لږ تر لږه ۲۰ نور کسان ژغورل شوي دي او د یوه ورک کس د موندلو هڅې روانې دي.
اروپا ته خطرناک سفر
یونان د هغو کسانو لپاره چې له جګړو او بېوزلۍ تښتي، د اروپایي اتحادیې له مهمو دروازو څخه ګڼل کېږي.
اکثره افغانان، د ترکیې له سواحلو څخه د یونان ټاپوګانو ته په کوچنیو او نا خوندي کښتیو کې سفر کوي، هغه سفر چې اکثره وختونه د مرګ سره پای ته رسېږي.
افغانان؛ د نړۍ له سترو کډوالو څخه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د معلوماتو له مخې، افغانان د نړۍ په کچه د کډوالو ډیره برخه جوړوي. په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغان کډوال ثبت شوي دي چې له دې ډلې ۲.۲ میلیونه یې یوازې په ایران او پاکستان کې مېشت دي.
سربېره پر دې، نږدې ۳.۵ میلیونه نور کسان په خپل هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.
افغانستان له څلوېښتو کلونو ډېر د جګړو، طبیعي پېښو، دوامدارې بېوزلۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دی.
د بشري حقونو خراب وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، اقتصادي بېثباتي او د اقلیم سختو بدلونونود خلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
لوږه او بشري بحران
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د مرستو رسونه هم د سیمې د ناامنۍ له امله له ستونزو سره مخ شوې ده.
د خوړو د نړیوال پروګرام د اکمالاتي برخې مشرې، کورین فلیشر د سې شنبې په ورځ د مارچ ۳۱ په ژینو کې په یوې خبري غونډه کې د مهاجرت او مرستې رسونې په اړه جوړه شوې وه په منځني ختیځ کې د جګړو په اغیزو خبرې وکړې.
فلیشر زیاته کړه؛ "په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي. موږ باید مرستې ورسوو. موږ اکثره مواد له پاکستانه برابرول، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې پرې اغېز وکړ. بیا مو دا لاره ایران ته بدله کړه، خو هلته هم جګړه پیل شوه. اوس اړ یو چې مرستې له دوبۍ د سعودي عربستان له لارې انتقال کړو، چې دا لګښتونه او وخت دواړه زیاتوي."
د ناچارۍ سفر
کارپوهان وایي چې جګړه، بېکاري او لوږه افغانان دې ته اړ ایستلي چې له خپل هېواده ووځي، خو دا سفر اکثره وخت یا د سمندر په تل کې پای ته رسېږي، او یا هم هغه کسان چې بېرته هیواد ته ورستنیږي ، یو ځل بیا د لوږې او د بېوسۍ له ژوند سره مخ کېږي.
د مرستندویو ادارو په وینا، که نړیواله مرسته زیاته نه شي او د افغانستان بشري بحران ته جدي پاملرنه ونه شي، نو دا ډول خطرناک سفرونه به دوام ومومي او د انسانانو ژوند به لا ډېر له خطر سره مخ شي.
فورم \ دبحث خونه