د بشري حقونو د څار اداره پخپل نوي رپوټ کې ویلي چې د مارچ په ۱۶مه نېټه د کابل په ښار کې د نشه يي توکو د درملنې پر یوه روغتون باندې د پاکستان هوايي برید یو غیر قانوني عمل و چې ښایي یو جنګي جنایت وي.
دغه برید د "امید د بیا رغونې مرکز" په نوم پر یوه روغتون باندې وشو، چې ویل کیږي د برید پر مهال پکې له زرو څخه زیات ناروغان موجود وو. نړیوالو ادارو ویلي چې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زیات نور ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي ناروغه وګړي وو.
د دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګاسمن وویل: " موجود شواهد دا ښيي چې په کابل کې پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز برید یو غیر قانوني عمل و. هغې له پاکستان څخه وغوښتل چې پدې اړه دې بې پرې او ژر تر ژره تحقیقات پیل کړي او مسوول کسان دې د عدالت منګولو ته ور وسپاري.
د عیني شاهدانو په وینا، د پاکستان په هوایي بریدونو کې د دې روغتون چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخوانۍ اډه کې فعالیت درلود درې ودانۍ په نښه شوي. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په وینا پدې ودانیو کې د ډوډۍ خوړلو صالون چېرته چې ناروغان د روژې د ماتولو لپاره راټول شوي وو، او همدارنګه د ناروغانو د استوګنې د خونو یوه د ساتنې خونه شامله وه.
د سپوږمکۍ ځانګړي انځورونه او تایید شوې ویډیوګانې د پراخو ویجاړیو څرګندونه کوي. ددې تر څنګ په ویدیوګانو کې داسې کومه نښه هم نه لیدل کېږي چې دا ځای د پوځي چارو او اهدافو دپاره کارول کیده.
د نړیوالو بشري حقونو او قوانینو له مخې، روغتونونه او روغتیايي مرکزونه باید ځانګړي خوندیتوب ولري. ددې قوانینو پر بنسټ دا ځایونه یوازې هغه وخت هدف ګرځېدلی شي چې پوځي موخو لپاره وکارول شي. د بشري حقونو د څار اداره وایي چې داسې هېڅ شواهد په لاس نشته.
د بشري حقونو څار ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې پر مسول اړخ باندې دې د حساب او کتاب دپاره فشار راوستل شي څو ډاډ ترلاسه کړي چې دا ډول پېښې په راتلونکې کې بیا تکرار نه شي.
څو ورځې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د څېړنو د څانګې مرستیالې، ایزابل لیسي وویل د روږدو کسانو د درملنې مرکز کې د ملکي وګړو پراخ حضور د اټکل وړ و. د هغې په وینا، پاکستاني ځواکونو باید د دې برید تر کولو مخکې ټول ممکن اقدامات کړي وای تر څو ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.
متحدو ایالتونو دې شخړو ته د غبرګون په ترڅ کې د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې دواړه ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې د خپلو ستونزو حل ته هڅولي دي.
پدې برسیره د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې «په افغانستان باندې د پاکستان برید د زور څخه د استفادې د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې او نړیوال عرفي قانون څخه سرغړونه ده. دوی وايي چې «پاکستان قوي شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي چې افغان مقاماتو د پاکستان په قلمرو کې د ټي ټي پي بریدونه کنټرول کړي او یا یې رهبري کړې دي.»
ددې نه وړاندې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخند سره یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو نښتو او اوربند په اړه خبرې کړي. هغه د ایکس پر پاڼې لیکلي چې مالیزیا به خپلو هڅو ته د اسلامی همکاریو سازمان له لارې دوام ورکړي، څو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره مرسته وکړي، خو پدې ټینګار سره چې عدالت، د ښځو او اقلیتونو د حقونو ملاتړ، او همدارنګه زده کړو ته لاسرسی باید تضمین شي.
پاکستان ادعا لري چې افغان طالبانو په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو جنګیالي او مشران ساتي او هغوی له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلان او عملي کوي خو افغان طالبان وايي هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.
فورم \ دبحث خونه