افغانستان کې د بیان ازادۍ محدودیت؛ طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په ضد یې ونه غږېږي

د نړیوالې ټولنې له لوري د بیان او رسنیو ازادۍ ته د درناوي له پرلپسې غوښتنو سره سره طالبانو د بیان او رسنیو په ازادۍ باندې محدودیتونه زیات کړي دي.

په تازه اقدام کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر عامو افغانانو ته ګواښ کړی چې د طالبانو حکومت په ضد دې خبرې نه کوي.

نوموړي د خوست په ولایت کې په یوې غونډې کې ویلي دي چې «نه به په غره کې چاته اجازه ورکوو، نه په هواره کې او نه هم په سړک کې» چې د طالبانو د حکومت په «خلاف یوه خبره» وکړي.

تېره اونۍ د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده یو فرمان خپور کړ، چې په کې خلکو او رسنیو ته خبرداری ورکړل شوی چې په «طالب چارواکو» دې نیوکې نه کوي او که چا «سرغړونه وکړه، له سخت چلند سره» به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په وار وار په طالبانو غږ کړی دی چې تر خپل حاکمیت لاندې افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.

دا طالب چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څو ورځې مخکې طالبانو د کندز په ولایت کې د ناظره رشیدي په نوم یوه خبریاله نیولې ده. کورنۍ یې وايي چې هغه په بد حال کې په زندان کې ده، طالب چارواکي ادعا کوي، چې هغه د جنايي قضیې له کبله نیولې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د بیان او رسنیو په ازادیو کلک محدودیتونه لګولي او د رسنیو سلګونه ادارې تړل شوي او زرګونه کارکوونکو دندې پرېښې او یا له افغانستان څخه وتلي دي.

ملګرو ملتونو د رسنیو د حمایت ادارو د طالبانو له لوري د رسنیو او بیان ازادۍ ځپل غندلي او له طالبانو یې غوښتي دي، چې دا کار ونه کړي.