د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په لاس د یوې خبریالې نیول کیدل


طالبان وایي د افغانستان په شمال د کندز په ولایت کې د ناظره رشیدي په نوم یوه خبریاله نیولې ده. دوي زیاتوي چې دا خبریاله د یوې جنایي قضیې په تړاو د څلورو نورو میرمنو سره یو ځای نیول شوې ده.

په کندز کې د طالبانو د حکومت د پولیسو ویاند جمعه الدین خاکسار د ایکس د ټولنیزې شبکې پر خپله پاڼه کې لیکلي چې د رشیدي نیول کېدل هېڅ ډول د ژورنالیزم په ډګر کې د هغې له کار سره تړاو نه لري. هغه زیاته کړې چې نوموړې دا مهال له کومې رسنۍ سره تړاو نه لري او پخوا یې د یوې سیمه‌ییزې راډیو لپاره د خبریالې په توګه کار کاوه.

خو ددې خبریالې ناظره رشیدي خور هاجره د رشیدي ازادۍ راډیو ته ویلي دي چې د هغې خور د یو شمیر سیمه اییزو رسنیو سره کار کاوه او زیاته یې کړه چې په کندز کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په زندان کې له ناوړه چلند سره مخ ده او لاس او پښې یې تړل شوې ساتل کیږي.

د رشیدي کورنۍ وایي د طالب چارواکو له خوا د رشیدي د نیول کیدو په اړه د هغې کورنۍ ته خبر هم نه و ورکړ شوی او د قضیې جزییات هم نه شریکوي خو په کندز کې د طالبانو د حکومت د پولیسو ویاند خاکسار بیا زیاتوي چې د قضیې په اړه څېړنې روانې دي او کله چې پلټنې بشپړې شي، نیول شوې کسان به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د خبریالانو او رسنیو یو ملاتړو سازمانونو لکه، نی په جلا وطنۍ کې او د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان- امسو، د ناظره رشیدي نیول غندلي او د هغې د سم دستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دوي ددې خبریالې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو په ګډون یې له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د ناظره رشیدي په خوشې کولو کې مرسته وکړي.

د بشري حقونو بیلابیلو ادارو پخوا هم په ټینګار سره د طالبانو په لاس د نیونو او ویرولو همدفمند ګامونه غندلي دي چې وایې موخه یې د خبریالانو ویرول، د خبریالانو چوپول او د بیان د ازادۍ تر پښو لاندې کول دي.

څو ورځې دمخه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې، امینه محمد، د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغې د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر سرغړونو باندې سترګې پټې نه کړي.

امینه محمد په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي و: «په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د خپلو بنسټیزو حقونو له سختو محدودیتونو سره مخ دي چې په کې زده‌کړه، کار، امنیت او د تګ راتګ ازادي شامله ده.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG