ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې، چې نن دوشنبه (اکتوبر۱۲) خپور شوی، په افغانستان کې په ماشومانو باندې د جګړو د بدو اغیزو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په تېرو څو کلونو سلګون ماشومان یا وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې «د ماشومانو جلب او جذب او له هغوی څخه ګټه اخیستل ۸۱ فیصده زیات شوي او د دغو قضیو شمېر ۵۵۷ ته رسېدلی» دی.
په راپور کې په مشخص ډول نه دي ویل شوي، چې دا ماشومان کومې ډلې او د څه لپاره جلب او جذب کړي، خو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په نورو راپورونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو په لیکو کې ماشومان ګمارل شوي او په جګړو او ځانمرګو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي وو.
دا مهال په افغانستان کې د طالبانو ځینې وسله والې ډلې هم فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یو ځانګړي راپور کې د افغانستان په شمول د هغو هېوادونو نومونه لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې، حکومتي ځواکونو یا د حکومت له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو ډلو ماشومان د سرتېرو په توګه استخدام او یا کارولي دي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي دي چې په دغې مودې کې «۱۴۱۵ ماشومان یا وژل شوي او یا معیوب شوي» دي، چې ۸۰ فیصده یې د ناچاودو توکو د چاودنو له کبله دي.
افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري، چې د ناچاودو توکو له کبله ډېر زیان ویني، په افغناستان کې د روانو جګړو له کبله په یو شمېر سیمو کې لا هم ناچاودي ماینونه او توکي پاتې دي.
ماشومان او وسله واله شخړه
د ملګرو ملتونو د دغه راپور سرلیک «په افغانستان کې ماشومان او وسله واله شخړه» دی، چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ څخه نیولې د ۲۰۲۵ تر ډسمبر پورې موده رانغاړي، چې وایي په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې ۴۵۸۲ پېښې یې ثبت کړي دي.
خو راپور وايي، چې دا تلفات په همدې اړه د ملګرو ملتونو د تېر راپور مودې ته په کتو ۳۸فیصده کم شوي. دا نوی راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکل شوی دی.
راپور وايي د بشري مرستو د محدودیت او مخنیوي ۲۲۴۱ قضیې یې هم ثبتې کړې دي.
د ماشومانو په ښونځیو او روغتونو باندې بریدونه هم زیات شوي او په راپور کې ۳۳۸ دا ډول پېښې ثبتې شوي دي.
د ماشومانو او وسله والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې ونیسا فرایز ویلي دي چې د «هرې شمېرې تر شا یو ماشوم دی چې ژوند یې د تل لپاره بدل شوی» دی.
نوموړې د ماشومانو د حفاظت او مصونیت په اړه د نړیوالو د قوي اقدام او حمایت غوښتنه کړې ده.
د ماشومانو تلفات
ملګري ملتونه وایي چې د پاکستان او طالبانو د حکومتونو ترمنځ په وروستیو جګړو کې ماشومان هم زیانمن شوي.
پاکستان له څو میاشتو راهېسې وخت ناوخت د افغانستان په ځینو سیمو باندې بریدونه کوي او طالبان هم وايي چې په پاکستان باندې یې غچ اخیستونکي بریدونه کړي دي.
پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د هغو وسله والو اورپکو مرکزونه په نښه کړي دي، چې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي او عملي کوي.
خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې په بریدونو کې عام خلک، چې ماشومان هم په کې دي، وژل شوي او ژوبل شوي دي.
یوناما هم د پاکستان په بریدونو کې ولسي تلفات تائید کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د افغانستان په کونړ، پکتیا، خوست او ډیورېنډ ته ورڅېرمه سیمو کې د پاکستان د بریدونو له کبله د ماشومانو ښوونځي هم زیانمن شوي دي.
په نجونو محدودیت
په راپور کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او حقونو په اړه هم هم ځانګړې یادوونه شوې او ویل شوي دي چې د طالبانو له لوري نجونې او ښځې ډېرو محدودیتونو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې یوناما یو راپور ورکړ، چې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې ۵۲ هغه ښځې او نجونې نیولي دي. وايي دا ښځې ځکه توقیف شوي او نیول شوي، چې د طالبانو د «امربالمعروف مقررات» یې نه وو مراعت کړي.
طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو او ښځو په کار، سیاسي مشارکت او نورو خوځښتونو باندې بندیزونه لګولي دي.
متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو دا بندیزونه او محدودیتونه غندلي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې خو طالبان ادعا کوي چې د «شرعیت په اساس ښځو او نجونو ته حقوق» ورکوي.