امریکا او وینزویلا د اوو کلونو ځنډ ورسته بیا ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې امریکا متحده ایالتونو او د وینزویلا لنډ مهاله چارواکو هوکړه کړې چې خپلې ډیپلوماټیکې او قونسلګرۍ اړیکې له سره پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبر پانه کې وړاندې ویل شوي چې دا اقدام به د دواړو هیوادونو لخوا د ثبات د ودې، اقتصادي بیا رغونې ملاتړ او په وینزویلا کې د سیاسي پخلاینې د پرمختګ لپاره ګډې هڅې اسانه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې"زموږ ښکیلتیا او پام پدې دی چې د وینزویلا خلکو سره له دې مرحلې نه په تیریدلو کې مرسته وکړو تر څو یو ډیموکرا ټیک ټاکل شوي حکومت ته د سوله اییز لیږد لپاره شرایط رامینځته شي.

د پنجشنبې په ورځ د اړیکو د بیا رغونې دغه اعلان په داسې وخت کې کیږي چې د متحده ایالتونو د کورنیو چارو وزیر ډګ برګم سویلي امریکا ته خپل سفر د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګز سره په کتنې پای ته ورساوه.

په ایکس ټولنیزې رسنۍ برګم لیکلي "ما وینزویلا ته خپل سفر په داسې حال کې پای ته ورساوه چې په سیمه کې د متحده ایالتونو ګټې خوندي او د مهمو کانونو او انرژۍ په اړه دوه اړخیزه همکاري پیاوړې شي."

د امریکایي ځواکونو لخوا د وینزویلا پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن سیلیا فلورس له نیول کیدو ورسته د کورنیو چارو وزیر د امریکا د کابینې دوهم غړی دی چې د جنوري له دریمې راهیسې وینزویلا ته سفر کوي.

امریکا د مادورو له نیولو وروسته د لیږد لپاره د دریو مرحلو هدف جوړ کړ چې په ثبات، بیا رغونې او ډیموکراسۍ تمرکز کوي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۹ کال کې هغه وخت پرې شوې کله چې د هغه وخت ولسمشر مادورو د متحده ایالتونو ډیپلوماتان ورسته له هغې وشړل چې د امریکا حکومت د نوموړي د جنجالي بیا ټاکنو مشروعیت رد کړ.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې، د هغه وخت د ملي شورا مشر هوان ګوایدو د وینزویلا د لنډمهاله ولسمشر په توګه په رسمیت پېژندلی و.