د فرانسې په پاریس او یو شمیر نورو ښارونو کې په زرګونو کسانو د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) د ښوونځیو د بودیجې د کموالي او د ژوند د ورځنیو لګښتونو د زیاتوالي په وړاندې لاریون وکړ.
رسنیو ویلي پولیسو د فرانسې په لیون ښار کې چې مظاهرې پکې منع شوي، د مظاهره کوونکو په وړاندې اوښکي بهوونکی ګاز کارولی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لاورنټ نونیز ویلي دي چې د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې به تر ۷۰ زره پورې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي.
دا اقدامات د غلا، د موټرو د سوځولو او پر عامه ودانیو د بریدونو د تکرار د مخنیوي لپاره نیول شوی، کوم چې د تیرې اوونۍ په پای کې پيښ شول.
په پاریس کې چارواکو د اصلي لاریون مسیر د ښار جنوب ختیځو برخو ته محدود کړ ځو لاریون کوونکي د ښار مرکز ته نږدې نشي.
په فرانسه کې مظاهرې تیره میاشت په یوه عالي لیسه کې د کارکوونکو د کموالي په غبرګون کې پیل شوې او وروسته بیا په ټول هیواد کې په لاریونونو بدلې شوې. شاګردان او کارکوونکي د غوره ښوونځیو، لوړو تنخاوو او تقاعد غوښتنه کوي.
د شاګردانو ډلې، د لوړو زده کړو په برخه کې د ۲۵۰ زره نورو ځایونو او د استخدام د ملي سیستم له لارې د کسانو د ګمارلو د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.
د هغوی مشترک لس مورده پلان همدارنګه په ښوونځیو کې د ډیرو ښوونکو او د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیارغونې غوښتنه کوي.
د فرانسې د معارف وزارت د شمیرو له مخې، منځنیو او عالي لیسو په ۲۰۲۴ -۲۰۲۵ کال کې ۱۵.۴ میلیونه درسي ساعتونه د غایبو ښوونکو د ځاینونو د نه ډکیدو له امله له لاسه ورکړل.