د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ۲۸ هېوادونو ګډه اعلامیه: د ایران د ګواښونو په وړاندې به اقدام وکړو

له هغه وروسته، چې بریتانیا وویل داسې نښې نښانې شته چې ایران ممکن د فیرفورډ هوايي اډې ته نژدې په امنیتي پیښې کې دخیل وي، د متحدو ایالتونو په ګډون ۲۹ هیوادونو نن دوشنه (اکتوبر۱۲) یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او د ایران تاوتریخجن بریدونه یې غندلي دي.

په دغې ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې متحده ایالتونه، برېټانیا، اسټرالیا، اتریش، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، کرواسیا، چک جمهوریت، ډنمارک، اېستونیا، فنلنډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، ایرلینډ، لاتویا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، هالنډ، نیوزیلنډ، ناروې، پرتګال، رومانیا، سلواکیا، سلووینیا، هسپانیا او سویډن «د ایران له لوري د تاوتریخجنو بریدونو کارول په کلکه غندي، چې د وژونکو بریدونو پلان جوړول، اور لګول، ورانکاري، سایبري بریدونه او زموږ د شریکانو په وړاندې نور ګډ فعالیتونه» په کې شامل دي.

دغو هېوادونو همدغه راز ویلي چې د سپتمبر په ۲۷مه د برېټانیا د شاهي هوايي ځواک په اډې فیرفورډ پېښه په ایران پورې تړلې ده. بیانیې کې راغلي چې برېټانیا دې نتیجې ته رسېدلې چې دا پېښه د ایران له سرحدونو څخه د باندې «د پټو او نیابتي عواملو او شبکو په واسطه د غلیمانه فعالیتونو» په اړه د ایران د سپاه پاسدران لیوالتیا څرګندوي.

په بیانیې کې راغلي دي: «ایران باید هیڅ شک ونه لري چې موږ متحد یو او د خپل حاکمیت د ساتلو، د نړیوالې همغږۍ پیاوړتیا، د ملي انعطاف زیاتولو، د خپلو ټولنو ساتنې او د دغو اقداماتو د مسولانو سره حساب او کتاب کولو په اړه ډاډ ترلاسه کولو ته ژمن یو.»

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د فیرفورډ د هوايي اډې د پېښې په اړه ویلي وو، چې مظنونانو د «لوی زیان» اړولو هوډ درلوده او ممکن ایران له دغې پېښې سره تړلی وي. خو د ایران حکومت په پېښې کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د برېټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې یو ایراني الاصله برېټانوی یې د فیرفورډ هوايي اډې سره نږدې د یوې پېښې په تړاو نیولی دی.

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو وویل چې چارواکو دغه ۲۷ کلن سړی په لندن کې «د ترهګریزو کړنو د سرته رسولو په شک» نیولی دی.

برتانوي پولیسو د سپتمبر په ۲۷مه د اډې ته نږدې پنځه کسان د ترهګریز عمل د چمتو کولو په شک ونیول. وروسته دوی په ضمانت خوشې شول. څو ورځې وروسته د دې قضیې په تړاو یو برتانوی او ایراني دوه ګونی تابعیت لرونکی هم ونیول شو او وروسته په ضمانت خوشې شو.

له دغې پېښې څخه د امریکا پوځ تایید کړې چې خپلې ټولې بم غورځوونکې الوتکې یې د بریتانیا په لوېدیځ کې له یوې پوځي اډې څخه بېرته ایستلې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG