یوه امریکايي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف له روسي او اوکرایني مشرانو سره د لیدنو په پایله کې دواړو هېوادونو موافقه کړې چې د واشنګټن، مسکو او کییف ترمنځ په تخنیکي کچه درې اړخیزې خبرې اترې وشي.
د دغه امریکايي چارواکي په وینا، ویټکاف او جیرډ کوشنر د چهارشنبې په ورځ د (اکتوبر په ۲۱مه) په سنپترزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د پانګونې په چارو کې د هغه له ځانګړي استازي کیریل دیمیتریف او د بهرنیو چارو له سلاکار یوري اوشاکوف سره لېدلي دي.
دا لیدنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو د پرمخ وړلو په موخه ترسره شوې چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.
دغه امریکايي چارواکي د برېښنالیک له لارې د امریکا غږ ته ویلي:
ویټکاف او جرد کوشنر د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ په تخنیکي کچه د درې اړخیزې غونډې د جوړولو وړاندیز وکړ. دا وړاندیز پرون [سه شنبه] په اسلو کې د اوکرایني لوري او [چهارشنبه] په سنپترزبورګ کې د روسي له خوا ومنل شو
خبرو ته د روسیې چمتوالی
کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له امریکا او اوکراین سره د درې اړخیزو خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره اصولي موافقه کړې ده، څو جګړه پای ته ورسول شي او له جګړې وروسته د امنیتي چوکاټ طرحه جوړه شي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (اکټوبر۲۱) راپور ورکړی چې د روسیې د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف په سنپترزبورګ کې د پوتین او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف تر لیدنې وروسته وویل چې دا خبرې اترې ښايي د روان میلادي کال د ( نومبر له ۱۰مې) وروسته بېرته پیل شي.
هغه زیاته کړه چې د خبرو اترو اصلي موضوع به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې او اوکراین لپاره د امنیتي نظام رامنځته کول وي.
د ویټکاف او پوتین لیدنه شاوخوا درې ساعته دوام وکړ. د روسیې ولسمشر د دې لیدنې په پیل کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هڅو مننه وکړه.
ویټکاف یوه ورځ مخکې په اسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د اروپا له یو شمېر مشرانو سره لیدلي وو. هغه د اسلو خبرې اترې رغنده وبللې او ویې ویل چې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر یوه حده چټکې شوې دي.
په ورته وخت کې د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب هم اعلان وکړ چې د اسلو خبرو اترو رښتینی پرمختګ کړی دی.
خو له دې سره سره، د جګړې د پای ته رسولو د شرایطو په اړه د روسیې او اوکراین ترمنځ بنسټیز اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې د جګړې درول او د جګړې د کرښو تثبیت لږترلږه هغه اقدام دی چې روسیه باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره ومني.
هغه تر دې مخکې اعلان کړی و چې د اوکراین لپاره د راتلونکي امنیتي تضمینونو برابرول، د اشغال شویو سیمو برخلیک، د هېواد بیارغونه او د اوربند د ټینګښت امکان د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ (اکټوبر۲۰مه) په سپینه ماڼۍ کې یو ځل بیا له زیلینسکي وغوښتل چې له روسیې سره د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي
ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د پراخو مرستو په اشارې سره وویل چې د جګړې دوام درانه بشري او مالي زیانونه اړولي دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر۲۲مه) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا تر اوسه د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د احتمالي درې اړخیزو خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي غړي نه دي ټاکلي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د سېشنبې په ورځ په اسلو کې د سټیف ویټکاف سره د هغه لیدنه رغنده وه. هغه زیاته کړه چې هېواد یې ډیپلوماسۍ ته چمتو دی.
زیلینسکي د سېشنبې په ورځ (اکټوبر۲۰مه) په اسلو کې یوې خبري غونډې ته وویل: "البته، موږ په دې جګړه کې ماتې نه خورو، خو خپل خلک له لاسه ورکوو. د روسیې د بریدونو له امله موږ خپل خلک او وخت له لاسه ورکوو. د خواشینۍ خبره دا ده چې زموږ ماشومان له ریښتیني ژوند او ماشومتوب څخه بېبرخې دي. دا یوازې ماشومان نه دي، بلکې ټول خلک دي. له همدې امله اړینه ده چې دا جګړه هر څومره ژر چې ممکنه وي، پای ته ورسوو ."
پیسکوف د چهارشنبې په ورځ د پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف ترمنځ د خبرو اترو پر مهال د سولې د احتمالي وړاندیزونو په اړه د بحث د جزئیاتو له څرګندولو ډډه وکړه او ویې ویل چې دا ډول خبرې اترې باید په محرمانه توګه ترسره شي.
د سنپترزبورګ د لیدنې په بله برخه کې، پوتین له امریکا سره د اقتصادي اړیکو د بیا رغولو لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړ.
د ناروې حکومت اعلان وکړ چې ویټکاف به روسیې ته له سفر وروسته د سولې د خبرو اترو د دوام لپاره بېرته اسلو ته ستون شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د چهارشنبې په ورځ (اکټوبر۲۱مه) تایید کړه چې روسیه د بهرنیو چارو د وزیرانو د(G20) راتلونکې غونډې ته چې د جورجیا ایالت په انټلانټا ښار کې جوړېږي، او همداراز د مشرانو سرمشریزې ته چې ټاکل شوې د ډیسمبر په میاشت کې د فلوریدا ایالت په میامي ښار کې ترسره شي، بلل شوې ده.
روبیو وویل چې تمه لري روسیه به په دواړو غونډو کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه چې ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د میامي په سرمشریزه کې ګډون وکړي، که څه هم امریکا تر اوسه په دې اړه رسمي تایید نه دی ترلاسه کړی.